په لیبیا کې یاغیان وايي هغوی به عبدالباسط المګراهي غرب ته ورنکړي.
المګراهي د ۱۹۸۸ز کال د لاکربي د بمي برید په تور سزايي دی.
د لیبیا د عبوري ملي شورا د عدالت وزیر محمد ال القي ویلي المګراهي یو ځل مقدمه شوی دی او بیا به نه مقدمه کېږي: ((موږ به هیڅ لیبیايي وګړی غرب ته ور نکړو، او د عدالت له الف بې او ثې له نکاتو عبد الباسط المګراهي یو ځل تر مقدمې لاندې راغلی دی او بیا به نه راځي. او دا امریکايي غوښتنه، چې له قامي او نا حکومتي سازمانونو لخوا راځي، هیڅ مانا نه لري. موږ به هیڅ لیبیايي تبع کس چا ته ورنکړو دا قذافي وو چې لیبیايي اتباع یې ورکول.))
د لاکربي بمي چاودنې په پېښه کې ۲۷۰ کسان وژل شوي ول او د سي این این یوه خبریال ویلي المګراهي یې په طرابلس کې لیدلی دی. المګراهي د سرطان ناروغ دی او دا خبریال وايي هغه مرګ ته نېږدې دی.