د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده شبکې یو مهم مشر وژل شوی دی


د القاعده مشر ایمن الظواهیري په یوه ویډیو کې چې شاته ددغه ډلې نور غړي پکې ښودل کېږي
د غربي رسنيوو د رپورټونو ترمخه په شمالي وزيرستان کې د ډرون الوتکو په يو برید کې د القاعده ډلې نوی ټاکل شوی دوهم مشر عطيه عبدالرحمان وژل شوی دی. چارواکو د هغه وژنه د القاعده لپاره يو ملا ماتونکی ګوزار بللی.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې دا کس له لیبیا سره اړه لرونکی عطیه عبدالرحمان دی چې د چارواکو په وينا شپږ ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د بې پايلټه ډرون الوتکو په بريد کې وژل شوی دی.

اژانس د استخباراتو د چارواکو له خولې وايي چې نوموړی د القاعده شبکې د عملیاتو مشر وو خو بیا چې کله امریکا د مئ پر دویمه نېټه اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه نو ايمن الظواهري د دې ډلې د مشر او عطیه عبدالرحمان يې د مرستيال په توګه وټاکل شول.

رايټرز خبري اژانس د يو امريکايي چارواکې له خولې چې نوم يې نه دی اخيستی ويلي چې دا د القاعده د ترهګرې ډلې لپاره يو ملا ماتونکی ګوزار دی ځکه چې کمه موده وړاندې يې مشر، اسامه بن لادن ووژل شو.

تر اوسه پورې د القاعده ډلې او يا هم پاکستاني چارواکو د القاعده د دغه مشر د وژنې پخلی نه دی کړی خو نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې عطيه عبدالرحمان په داسې حال کې وژل کيږي چې القاعده ډله يو ځل بيا د ځان د منظمولو کوشش کوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د عطيه عبدالرحمان د اهميت په اړه ليکلي چې نوموړی ځوان وو او ويل کيدل چې په ځوانانو کې به د القاعده ډلې د نفوذ او اغيز د خپرولو ترڅنګ په عمومي توګه ډير برياليتوبونه تر لاسه کړي. ورځپاڼې زياته کړي چې په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته چې کوم سندونه لاس ته راغلي، هغه ښئ چې د القاعده ډلې مشر د عطيه عبدالرحمان سره په مسلسله توګه په رابطه کې وو.

د يادونې وړ ده چې پاکستان د ډرون بريدونو په اړه تل انديښنې څرګندي کړي دي او د پکې د ولسي وګړو د وژل کيدو له ويرې يې څو څو ځل د بندولو غوښتنه هم کړي خو امريکايي چارواکي وايي چې دا په قبايلي سيمو کې د القاعده او طالب وسلو والو د له منځه وړلو لپاره يوه مهم وسيله ده. امریکايي چارواکي وايي دوی فکر کوي چې د عطیه عبدالرحمان وژل کېده پر ترهګره ډله القاعده یو بل لوی ګزار دی.
XS
SM
MD
LG