د لاسرسي ځای

د شهباز تاثیر هیڅ پته نه لګي


د پاکستان د پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر د تښتول شوي زوی شهباز تاثیر د د موندلو لپاره يو مشترکه ټيم جوړ کړی شوی دی او د لاهور د ماډل ټاون او ګلبرګ په ګډون په یو شمېر سیمو کې چاپې وهل شوي دي.

د لاهور د پوليسو د تحقيقاتود څانګې مشر ايس ايس پي عبدالرزاق چيمه په دې اړه وايي: ((زما په حساب سره موږ په ساينسي طريقه کار کوو. د شهباز تاثير د تښتونې په پلټنو کې پرمختګ شو ی دی خو مطبوعاتو ته پوره معلومات نه شو ورکولی. دومره ويلي شم چې د شهباز تاٍیر له ډرايوره چې کوم معلومات لاس ته راغلي د هغې مطابق مو پلټنې روانې کړي.))
XS
SM
MD
LG