د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هیندي فلمونو ستوري هم د انا هزارې پلویان شول


د درغلیو پر ضد هیندي مبارز انا هزارې له خپلو پلویانو سره نارې وهي.
د درغلیو پر ضد هیندي مبارز انا هزارې له خپلو پلویانو سره نارې وهي.
ګل ایاز، مشال راډیو


پراګ
- د هیند ۷۴ کالن انا هزارې د درغلۍ او د بډې رشوتونو پر ضد د نه خوړلو هړتال ۱۲ ورځې مخکې پیل کړی وو.

انا هزارې له حکومته غوښتنه کوي چې جین لوکپال قانون دې جوړ کړي چې په کې تر وزیر اعظمه چارواکي د احتساب په دایرې کې وي.

د انا هزارې له مبارزې په هیند کې د ټولنیز ژوند هره طبقه ډېره زیات متاثره شوې ده. او د انا په مبارزې کې د ګډون لپاره د رام لیله میدان ته روان دي.

د نوموړي د ملاتړ لپاره د ولس تر څنګ د هیند د فلمي نړۍ ستوري هم په میدان کې موجود دي.

د هیند مشهور اداکار عامر خان د انا ملاتړیو ته وړاندیز کړی دی چې د ده ملګري دې له خپلو سیمو ټاکل شویو د پارلېمان پر غړو زور راوړي چې د یاد قانوني لاسوند حمایت دې وکړي.
داسې خلک هم شته چې د دوی لپاره ښه موقع ده چې په خبرونو کې خپل ځان راولي..

د هیند آی بي این ۷ ټیلي ويژن اسوشي اېټ ایډيټرې سمیتا شرما مشال راډیو ته وویل، له تېرو ورځو راهیسې د انا په دې جګړه کې د بالي ووډ ستوري هم شامل دي: ((چې د اپرېل په میاشت کې، انا هزارې کیمپېن پیل کړ نو هغه مهال د بالي ووډ ستوري داسې مخې ته نه ول راغلي؛ خو له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د نه خوړلو د هړتال کورېج ۲۴ ساعته [مسلسل] روان دی. نه یواځې په هېواد کې دننه بلکې په نړۍ کې، او ستاسې راډیو ته هم وګورئ چې په دې مسله خبرې کوي؛ نو ښکاره خبره ده چې دا معامله ډېره زیاته مهمه ده او د ټولنې هره یوه طبقه ورسره تړل شوې ده.))

د هیند فلمي ستوري له بېلا بېلو لارو د انا هزارې د مبارزې برخه جوړېږي.

په دوی کې ځېنې د رام لیله میدان ته ځي او خپل ملاتړ ښيي، نو بیا ځېنې نور د ټولنیزو اړیکو او شبکو د ویبپاڼو په ملاتړ کې خبرې کوي.
هیندۍ خبریاله سمیتا شرما. نوموړې مشال راډیو ته وویل چې هیندي فلمي ستوري هم د انا ملګري شوي دي.

خبریاله سمیتا شرما د فلمي ستورو په اړه وايي: (( موږ ولیدل چې تېره اوونۍ په لکمي فیشن ویک کې ودیا بالن او سري دېوي د انا خولۍ په سر کړې وې او پرې یې لیکلي ول چې زه هم انا یم. هم دا شان، نور اداکاران منوج تیواري، سمباونا، کیلاش کیر چې مشهور سندر غاړی دی او د انا لپاره یې سندره هم جوړه کړې. دوی په سټېج هم راغلي دي. امیتاب بچن د ټوېټر له لارې د انا د کیمپېن ملاتړ کړی دی. همدا راز، سلمان خان د انا هزارې د دې جد و جهد په اړه ویلي چې د بډې رشوتونو پر ضد په مبارزه کې له انا سره دی.))

خبریاله سمیتا شرما وايي انا هزارې ته په هېواد کې دننه او د باندې ۲۴ ساعته کورېج ورکول کېږي، نو د ځېنو خلکو لپاره په میډیا د راتګ دا ګټوره موقع ده: (( په ټیلي وېژن شپه او ورځې همدا خبرې روانې دي نو داسې خلک هم شته چې د دوی لپاره ښه موقع ده چې په خبرونو کې خپل ځان راولي. که د چا لپاره په خبرونو کې د ځان د راوستو موقع ده نو بیا د بل چا لپاره د درغلیو پر ضد د خپل غږ پورته کولو موقع هم ده.))

د انا هزارې غوښتنو ته حکومت هم مثبت ځواب ویلی دی او ویلي دي چې لوک پال بل به پارلېمان ته د بحث لپاره وړاندې کوي.

په ۱۲ ورځو کې د انا هزارې اووه کیلو وزن کم شوی دی. نوموړی ټولنیز فعال دی او د هیند د مهاراشټر ایالت دی.

انا هزارې له ۲۰ کالونو راهیسې د درغلي او رشوتونو پر ضد مبارزه کوي او د مهاتما ګاندي له فلسفې متاثره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG