د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې عملیات روان دي


د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې له تېرو درو ورځو راهيسې د لټون عمليات دوام لري ـ

د سېند حکومت وايي په دې عملياتو کې يې تر اوسه ۱۶۵ کسان نيولي دي. د مشال راډيو د خبریال له وینا سره سم، د جمعې په ورځ، د ښار په ځېنو نورو برخو کې هم عملیات پیل شوي دي. د دې عملیاتو د جاج اخیستلو په موخه په کراچۍ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته وویل چې وران کاري چې هر چېرې وي نیسي به یې: (( زه تاسو ته دا وایم چې په کراچۍ کې که هر چېرې مجرمان وي موږ به یی لټه کوو. ما هغه ورځ هم ویلي وو چې هغوی به موږ د قانون منګولو ته سپارو.)) اخوا سېند حکومت د رېنجرو امنیتي ځواک ته د پوليسو مساوي ورکړل شوی واک تر درو میاشتو نور غځولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG