د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان د سړکونو لپاره د اسییايي ترقیاتي بېنک پور ورکونه


اسیايي ترقیاتي بانک وايي دوی به ازبکستان ته پنځه سوه ملیونه ډالره پور ورکوي ، چې دوی ترې د سړکونو په ترمیم او د یورپ او ایشیا ترمنځ د ترانسپورټ دلارو په رغولو کې کار واخلي.

بانک وايي ددوی مشرتابه هیئت په لومړي پړاو کې ازبکستان ته ۱۳۰ میلیونه ډالره ورکوي چې هغه څلور اویا کیلو میتره سړک پرې ترمیم کړي چې له ( فرغانا) درې نه تیریږي او داد مرکزي اسیا دکرهنیزې سیمې زړه ګڼل کیږي.

ازبکستان دخپلو سړکونو د رغولو لپاره پخپله هم سل ملیونه ډالره بیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG