د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې بې وردیو وسله والو ستونزه جوړه کړې


د خوست ښار یوه ننداره

نقیب الله متونوال - خوست

خوست ښار يو شمير اوسیدونکي وايي، چې په دې ورځوكې په خوست ښار کې به په شخصي لباس کې ځينې کسان د ځانونو سره ښار ته وسلې راوړي او د خلكو د انديښنې باعث دي. چې اکثره وخت دا وسلوال کسان بيا د وړو شخړو او لانجو پرمهال د يو بل پر وړندې له وسلو کار اخلي چې ډېرى وختونه پکې نور بې ګناه خلك هم ژوبل او وژل کيږي.

له تيرو لسو کالو راپديخوا د خوست لپاره ټاكل شوي د خپل وخت هر امنيه قومندان د خوست خلکو ته ژمنه ورکړي چې په ښار کې به په شخصي لباس کې وسله ګرځوونکي نه پرېږدي خو بيا هم دغه وسلوال کسان د ځانونو سره ښار ته وسلې راوړي او د خلكو د انديښنې باعث دي.

دغه وسلوال کسان اکثره د امنيتي ارګانونو سرتيري او د خصوصي امنيتي كمپنيو ساتونکي دي چې د خپلو رخصتيو پر مهال ښار ته راځي، چې په ډليز او يا په انفرادي ډول په ښار کې پلي،موټر سايكلونو او موټرو كې ګرځي.

د خوست ښار يو شمير اوسیدونکي نيوکه کوي، چې تر اوسه دولت د دغه کسانو په مخنيوي کې هېڅ نه دي کړي او د نورو وختو پرتله دا وسلوال کسان د روژې په مياشت کې ډېر تر سترګو کيږي. ښاريان وايي، چې د دوى په مينځ کې داسې خلک هم کم نه دي، چې د شخصي بديو له امله د ځان ساتنې يا هم د غچ اخيستنې په موخه ښار ته د ځان سره وسلې راوړي،او د دوى په وينا يو شمير نور يي بيا هغه دي چې په ښار کې هيڅ کار نه لري او يواځې د کليو او ولسواليو څخه ښار ته د چکر وهلو په موخه راځي او له ځان سره وسلې هم راوړي.

په خوست ښار کې دوکانداران وايي، چې دې وسلوالو کسانو د دوى په سوداګريز بازار هم ناوړه اغيز كړى.

په شخصي لباس کې د وسله ګرځوونکو څخه نه يوازې د ښار دوکاندران په تنګ دي بلکې له دوي څخه ښار ته له ولسواليو راغلي خلک هم ستړي دي.


يو کليوال حاجې ګلاب وايي، چې اکثره وخت دا وسلوال کسان د وړو شخړو او لانجو پرمهال د يو بل پر وړندې له وسلو کار اخلي چې ډېرى وختونه پکې نور بې ګناه خلك هم ژوبل او وژل کيږي:

د خوست له امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځي مو وپوښتل هغه کسان، چې ښار ته په شخصي جامو کې وسلې راوړي څوک دي او تر اوسه يي د خوست امنيه قومندانۍ په مخنيوي كې څه کړي دي؟٬٬

جنرال ځاځي وويل هغه سرتيري، چې خپلو کورونو ته په رخصتيو درومي د ځان د امنيت لپاره له ځانونو سره په شخصي لباس کې وسلې وړي خو زياتوي، چې دوى به هېچا ته اجازه ورنكړي چې په شخصي لباس کې ښار ته وسلې راوړي.

دا په داسې حال كې ده، چې تيره ورځ هم په خوست ښار كې د همدې وسله والو په شخړه كې يو تن ژوبل او بل ووژل شو٬٬
XS
SM
MD
LG