د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تاو تریخوالی، اته نور وژل شوي


په کراچۍ کې امنیتي سرتېري د پلټنیزو عملیاتو لپاره راغلي دي. د اګست ۱۳ مه (۲۰۱۱ز کال)
په کراچۍ کې امنیتي سرتېري د پلټنیزو عملیاتو لپاره راغلي دي. د اګست ۱۳ مه (۲۰۱۱ز کال)
ظفر کریمي، مشال راډیو


کراچۍ
- د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د تاو تریخوالي پېښې روانې دي.

د جمعې او د شنبې (د اګست د ۱۹مې او ۲۰مې) ترمنځ د شپې پر مهال، د څلورو پولیسانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

په دې پېښو کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

په دې ډول، په تېرو څلورو ورځو کې د وژل شويو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.

د تاو تریخوالي په دې پېښو کې د سپرلیو څلور بسونه هم، نا مالومه کسانو سوزولي دي.

د سېند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان ويلي چې د کراچۍ د صورتحال په اړه یې د شنبې پر ورځ، د امنیتي چارواکو غونډه ور بللې ده؛ په دې غوڼده کې، په دې ښار کې د عملیاتو په اړه وروستۍ پرېکړه کېږي.

د کراچۍ د پولیسو مشر سعود مرزا وايي په کورنګۍ کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ ډزې شوې وې. تر دې وروسته، په سیمه کې د ویرې فضا وه چې پولیس د امنیت ټینګښت په موخه لاړل؛ او هلته له ۱۰ تر ۱۵ وسله والو، د پولیسو پر موټر ډزې وکړې.

سعود مرزا وايي دی په شخصي بس کې د پېښې ځای ته روان وو چې دا پېښه وشوه.

په دې پېښه کې څلور پولیسان وژل شوي او ۲۸ ژوبل شوي دي.

ژوبل پولیسان په جناح روغتون کې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جمعې په شپه نا وخته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې وسله والو پولیس نه پرېښودل چې سیمې ته ننوځي: (( پوليس ډي ايس پي په وردۍ کې وو، چې وسله والو ودرولو او هغه ته يې وويل چې تاسو نور مخکې نشئ تللای. ډي ايس پي ورته وويل چې زه پوليس مشر يم او دا نور کسان له ما سره پوليس سرتيري دي. موږ په سېمه کې پلټنیز عمليات کوو ، تر دې وروسته وسله والو په پوليسو ډزې وکړې ))

ملک زياته کړه چې پوليسو د بشيربنګالي په ګډون ۵۸ هدفي وژونکي نيولي دي.

هغه دا هم وويل چې نيول شوي کسان به د مطبوعاتو مخې ته راولي ترڅو هر چاته مالومه شي چې د کراچۍ په هدفي وژنو کې د چا لاس دی ـ


ځايي رسنې وايي چې د پوليسو په جوابي ډزو کې دوه حمله کونکي هم وژل شوي دي ـ


د جمعې پر ورځ، د ښار په اغيزمنو شويو سېمو کې کراري وه خو تر روژه ماتې سمدستي وروسته، د ښار په صفورا چورنګۍ، ګارډن او ملير په سېمو کې د اخ و ډب پېښې مخې ته راغلې؛ چې د پوليسو په خبره، څلور نور کسان پکې وژل شوي دي ـ

د شنبې ورځ څلورمه هغه ده چې د ښار له بېلابېلو برخو په بوریو (بوجیو) کې بند مړي میندل کېږي ـ
XS
SM
MD
LG