ظفر کریمي -کراچۍ
کراچۍ ښار کې يو ځل بيا د اخ و ډب پېښو زور نيولي دي ـ پوليس وايي نن د سهر راهسې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې اووه نور کسان د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي دي ـ
پوليس وايي وژل شويو کسانو کې پنڅه کسان د تښتولو روستو په ډزو وژل شوي دي او د هغوي مړي په بورو کې د بندولو وروستو د ښار په ګڼ ميشته سېمو کې غورځول شوي دي ـ بل لور ته د ښار په ملير او شافيصل کالونۍ کې يو يو تن د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي دي ـ
د فيروز اباد پوليس وايي په سېمه کې پوليسو درې مړي موندلي چې د وهلو ټکولو روستو په ډزو وژل شوي دي ـ بل لور ته د ښار طارق روډ له سېمې څه هم پوليسو ته بوجیو کې بند دوه نور مړي موندلي دي چې په سر او سينه په ګولو ويشتل شوي دي ـ
د ژغورنې ادارې چيپا يو رضا کار نديم مشال ريډيو ته ويلي چې نن د شورو ورځې له ګهیځ راهیسې دوی په ايمبولانسونو کې د اووه کسانو مړي هسپتالونو ته رسولي دي ـ
’’ په بوجیو کې بند دوه مړي د طارق روډ نه،يو مړی د کورنګۍ د پنځم نمبر کوڅې نه ،دوه د پاک کالونۍ له سېمې څخه موږ اوچت کړي دي ـ په ډزو وژل شوي دوه کسان مو جناح هسپتال ته وړي دي چې يو يې په شافيصل کالونۍ کې او بل د ملير په سېمه کې نامالومه کسانو وژلی دي “
د وژل شويو کسانو په اړه تراوسه دا نه ده مالومه شوې چې دوی د کوم سياسي يا مذهبي ګوند سره اړه لري يا نه ـ خو د پاک کالونۍ له سېمې څخه پوليسو ته ترلاسه شوي مړي د ښار د لياري ټاون کې د ميشتو بلوچانو دي ـ
د يادونۍ وړ ده چې کراچۍ ښار کې د اوږدې مودې راهیسې د هدفي وژنو او تشدد پېښو لړۍ دوام لري چې پکې د سياسي او مذهبي ګوندونو د غړو ترڅنګ غير سياسي خلق هم په نښه کيږي ـ
حکومت په ښار کې د امن قايمولو په موخه رينجر سرتيرو ته د پوليسو هومره واک ورکړی دی او د ښار په نارامه سېمو کې يې ددغه ځواک سرتيري ځای په ځای کړي دي خو بيا هم د هدفي وژنو پېښې دي چې هره ورڅ د کراچۍ په ښار کې رامنځته کيږي.
ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ