ظفر کریمي، مشال راډیو
کراچۍ - د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د تاو تریخوالي په پېښو کې د چار شنبې او د پنجشنبې د ورځو پر مهال ۴۵ کسان وژل شوي دي.
د پینجشنبې په شپه، د اخ و ډب په پېښو کې د پیپلز ګوند د یوه غړي په ګډون شپږ نور کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي دا کسان په کارا در، شیرین جناح، ګلشن اقبال او نوې کراچۍ کې د نا مالومه کسانو د ډزو ښکار شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته ویلي د پېښو په اړه پلټڼې کوي او دا چې د وژنو سلسله به ژر ودروي.
ملک وايي په بېلا بېلو سیمو کې پلټنیز عملیات کوي او د استخباراتي ادارو د کار کوونکو شمېر یې زیات کړی دی.
د کورنیو چارو وزیر وايي په هر صورت به په کراچۍ کې امن ټینګوي، او که د دې لپاره د ښار د امنیت چارې پوځ ته د سپارلو اړتیا وه، نو هغه کار به هم وکړي.
هلته د متحده قومي موومنټ یو مشر رضا هارون له حکومته غوښتنه کړې ده چې د تاو تریخوالي د پېښو مخه دې ونیسي.
په کراچۍ کې د وژل شويو کسانو مړي په بوریو (بوجیو، یا ګونو) کې اچول شوي وي.
په دې ښار کې له مودې راهیسې د اخ و ډب پېښې روانې دي چې په کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.