د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :ډله ييزه ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله اړولې.


په کندهار کې وسله وال طالبان په بیا بیا ځانمرګي بریدونه کوي
په کندهار کې وسله وال طالبان په بیا بیا ځانمرګي بریدونه کوي


سید شاه سقیم -کندهار

په کندهار کې تېره شپه د سپريم په نامه د بهرنيو ځواکونو په يوې اکمالاتي کمپنۍ ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوې دي . چې پکې د ځانمرګيو بريد کوونکيو په ګډون پېنځلس تنه مړه او ژوبل شوي دي .

د ځانمرګيو بريد کوونکيو دغه ډله ييز بريدونه تېره شپه نهه بجې د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د سپريم ګلوبل سرويسيز په نامه په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو په يوه اکمالاتي کمپنۍ پيل شول چې يو نيم ساعت يې دوام وکړ.

چارواکي وايي چې بريد کوونکيو د کمپنۍ په هغه برخه بريد کړى دى چې د ناټو تېل وړونکي ټانکرونه پکې درول شوي وو .

د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان محمد سالم احساس مشال راډيو ته وويل چې دريو تنو ځانمرګيو بريد کوونکيو په کمپنۍ بريد وکړ او په يو نيم ساعت کې درې واړه ووژل شول.

دده په خبره په دغه نښته کې د کمپنۍ څلور تنه ساتونکي هم وژل شوي او اته نور ژوبل دي.


(( د ميدان هوايي څخه په دوه کيلو مټرۍ کې سپين بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د کندهار سپين بولدک په لويه لاره په سپريم کمپنۍ دغه بريدونه شوې دي. دريو ځانمرګيو بريد کوونکيو دغه بريد کړى او پوليسو ورسره جګړه پيل کړه . دا مهال نښته پاى ته رسېدلې ده او درې واړه بريد کوونکي وژل شوي دي ، په دغه نښته کې د کمپنۍ څلور تنه ساتونکي وژل شوي او اته نور ژوبل دي. ))

قومندان احساس وايي چې يو تن بريد کوونکي لومړى د کمپنۍ په دروازه کې ځان والوزاوو او نور يې د ننه ننوتلي وو .

تر نښته وروسته په پېښه کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي د ي .

بله خوا بيا د دولت مخالف طآلبان وايي چې پېنځو تنو ملګرو يې پر کمپنۍ بريد کړى دى درې تنه يې وژل شوي او دوه نور يې بېرته ژوندي تللي دي .

د دوى په خبره په دغه نښته کې د پوليسو د يو قومندان په ګډون ګڼ شمېر امنيتي چارواکيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په جنوب لوېديزه حوزه کې د ځانمرګيو ورته ډله ييز بريدونه څه موده وړاندې په روزګان ولايت کې په ځينو دولتي ودانيو شوي وو چې پکې شپږ پينځوس تنه مړه او ټپيان شوي وو .
XS
SM
MD
LG