د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالییا عدالت ملېشییا ته د کډوالو سپارل ودرولي


پناه اخیستونکي د انډونېشییا او ملېشییا له لارې اسټرالییا ته ورتېرېږي او ډېر یې د لارو اوږدو کې مري
پناه اخیستونکي د انډونېشییا او ملېشییا له لارې اسټرالییا ته ورتېرېږي او ډېر یې د لارو اوږدو کې مري
ژباړه احمد شاه اعظمي - پراګ


د آسټراليا لوړ عدالت ملېشيا هيواد ته د هغو لومړيو شپاړس نارينه افغان او پاکستانيو پناه غوښتونکو لېږل ځنډولي دي چي د دواړو هيوادونو تر منځ به د مبادلې تر تړون لاندي سپارل کېدل. بل پلو د آسټراليا د کډوالو وزير وايي چي حکومت يې د مظاهرو او قانوني ګواښونو د مخنيوي لپاره چمتو دی خو پر خپله هغه پرېکړه به ولاړ وي چي ټول پناه غوښتونکي ملېشيا ته ولېږي.

د آسټراليا لوړ عدالت د دوشنبې په ورځ خپل حکومت ته ویلي ترهغو دې په دغه هیواد کې دېره پناه غوښتونکي ملېشییا ته نه سپاري چې لومړی عدالت دا پرېکړه نه وي کړې چې ملېشيیا د پناه غوښتونکو لپاره یو مناسب ځای دی که څنګه.

تېره مياشت د آسټراليا او ملېشيا حکومتونو يو لوظنامه لاسليک کړه چي له مخي به يې ۸۰۰ هغه پناه غوښتونکي يو آسيايي هيواد ته لېږل کيږي چي په غېر قانوني توګه د کښتيو له لاري آسټراليا ته راځي. له دغو کسانو سره به د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله اداره هم هلته پلټني کوي. د دې په بدل کي به آسټراليا له ملېشيا څخه ۴۰۰۰ ريښتني کډوال قبلوي.

د کډوالو وکالت کونکي په دې نظر دي چي ملېشيا چي تر اوسه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو پر تړون لاسليک نه دی کړی، له پناه غوښتونکو او کډوالو سره د ښه چلن سابقه نه لري. د کډوالو وکيل ډېوډ مېن وايي چي د هغه مراجعين په ملېشيا کي له ځورولو او تعقيبولو څخه غمجن شوي او وېریرېدلي دي او غواړي چي په آسټراليا کي پاته شي.

د دې سربېره د بخښني د نړيوالي ادارې دکډوالۍ د ځانګي وياند ګراهم توم وايي،

((دا تړون به انساني قاچاقبرانو ته د سزا پر ځای د ماشومانو لپاره د سزا سبب وګرځي. وزير ته د قانوني سرپرست په توګه د بې وزله ماشومانو په ګټه کار کول په کار دي او دا ماشومان بايد د کوالالمپور ګڼه ګوڼه او چټل ځايونو ته ونه لېږل شي چیري چي له دوی له ناسم چلند سره مخامخ کېدای شي.))

بلخوا بيا د آسټراليا د کډوالۍ وزير کريس بوون وايي چي حکومت يې د مظاهرو او قانوني ګواښونو د مخنيوي لپاره چمتو دی خو پر خپله هغه پرېکړه به ولاړ وي چي ټول پناه غوښتونکي ملېشيا ته ولېږي که څه هم لوړ عدالت د دوی لېږل ځنډولي دي. بوون زياتوي چي حکومت يې ډېره کلکه قانوني تګلاره لري او هيله مند دي چي ځنډ به انساني قاچقبرانو ته موقع ورنکړي چي حقيقت بدل کړي او پناه غوښتونکو ته ووايي چي دوی به ملېشيا ته نه لېږل کيږي.

نوموړي په کېنبرا کي خبري غونډي ته د وينا کولو پر مهال وويل،

((د انساني قاچاقبرانو لخوا آسټراليا ته د څڅېدونکو کښتيو له لاري د سفر ودرول چي يوه يې د تېر کال د سپټمبر په مياشت کي په کرسمس ټاپو کي له پرښي سره وجنګېدل اوس هم يوه مهمه خبره ده. زه باوري يم چي کله لوړ عدالت پر دغه مقدمه غور کوي نو د لېږد لپاره به ټول انتظامات پلي شوي وي))

هغه شپاړس پناه غوښتونکي چي د دوشنبې په سهار به ملېشيا ته لېږل کېدل، اوس به پر کرسمس ټاپو لږ تر لږه دوې نوري اونۍ تېروي چي تر څو عدالت خپله پرېکړه واوروي.

د آسټراليا عدالت د يادي مقدمې د اورېدني لپاره د اګست ۲۲مه نېټه ټاکلې ده خو حکومت هيله مند دی چي دا نېټه به را مخ ته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG