د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر اوباما لخوا د روژه ماتي مېلمستیا


اوباما د ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د څوکی ترلاسه کولو وروستو هر کال په خپل دفتر کې د روژي ماتي میلمستیا کوي.
اوباما د ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د څوکی ترلاسه کولو وروستو هر کال په خپل دفتر کې د روژي ماتي میلمستیا کوي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په سپيني ماڼي کې د روژه ماتي مېلمستیا کړې وه چې پکې سفارتکارانو ، اداري چارواکو او د پا رليمان غړو ګډون کړی وو.

ولسمشر اوباما د روژه ماتي په موقع د هغه مسامانانو ذکر وکړو چې د ۱۱ ستمبر پيښو کې بچ شوي وو.

د ۱۱ ستمبر پيښو لسم تلین به رارونه مياشت لمانځل کېږي . اوبامه وویل دا دا یو ښه موقع ده د هغه خلکو یادګېرنه وشي چې له هر نسل سره یې تعلق درلود او په وژل شويو ۳۰۰۰ کسانو کې امريکایي مسلمانان هم شامل وو.

اوباما زیاته کړه، په يوه مياشت کې به موږ به د هغه دردناکو بريدونو لسم تلین لمانځو ، چې زموږ زړونه یې درده ولي وو. دا به هغه ګړۍ وي چې هغه خلکو ته د عقيدت پيرزوینې وړانډی کړو چې له موږه جلا شو، هغه کورنۍ چې ميراتي شوې خو ژوند يې جاری ساتلي دی او هغه نوميالي چې په يوه سخته لسیزه کې یې موږ خوندي ساتلي يوو. نن شپه دا خبره د ويلو وړ ده ،هغه امريکایان ياد کړو چې له هر يو نسل سره یې تعلق درلود او په دي کې وطنپالي او ویاړلي امريکايي مسلمانان هم شامل وو.٬٬


اوباما د ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د څوکی ترلاسه کولو وروستو هر کال په خپل دفتر کې د روژي ماتي میلمستیا کوي. له دې وړانډې پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش به هم د روژي ماتی کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG