د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګله دېش کې پر اسلامي سخت دریځو مقدمه چلېږي


د جمعیت اسلامي مشر دلور حسین سعیدي په ډهاکه کې د بنګله دېش له نړیوال جنايي عدالته راوڅي.
د جمعیت اسلامي مشر دلور حسین سعیدي په ډهاکه کې د بنګله دېش له نړیوال جنايي عدالته راوڅي.

ژباړه:احمد شاه اعظمي پراګ


په بنګله دېش کې يو ځانګړی عدالت نن د هغو اسلامي سخت دريزه مشرانو په ضد د مقدمې اورېدنه کوي چي د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ په خونړۍ جګړه کي د ولس په وژنه تورن دي. پر دغو مشرانو تور دی چي له پاکستان څخه يې د بېلتون پر مهال د پاکستاني ځواکونو ملاتړ کړی وو او ګڼ شمېر بنګاليان يې وژلي وو.

د بنګله دېش د جرايمو نړيوال عدالت تېر کال د دې مقصد لپاره جوړ شو چي د هغو مشکوکو کسانو په ضد مقدمې وچلوي چي له پاکستان څخه د آزادۍ پر مهال په يو شمېر جرايمو کي ککړ دي. دغه عدالت به نن په رسمي توګه د دې هيواد د تر ټولو لوی اسلامي ګوند، جماعت اسلامي پر يو مشر دلاور حسېن سيدي مقدمه چلوي چي تر پنځوسو زياتو کسانو د وژني سربېره د کليو په سوځولو ، جنسي تېري، لوټ مار او په زوره د هندوانو اسلام ته د اړولو له تورونو سره مخ دی.

د هيواد سرکاري وکيل زېد المالوم اې اېف پي خبري اژانس ته وويل چي نن به عدالت د سيدي په ضد د تورونو څرګندونه کوي.

بنګله دېش چي تر ۱۹۷۱م کال پوري ورته مشرقي پاکستان ويل کېدی تر خونړۍ مبارزې وروسته په وجود کي راغلی.

د بنګله دېش اوسنی حکومت چي د وزير اعظمې شېخ حسينه په مشرۍ کي پر مخ روان دی وايي، چي په ۱۹۷۱م کال کي څه باندي ۳۰ لکه کسان ووژل شول چي د زياترو په وژنه کي د پاکستان د قبضه ګر پو ځ د بنګله دېشي ملاتړو لاس وو. حسينه واجد د بنګله دېش د آزادۍ د رهبر شېخ مجيب الرحمان لور ده.

د ۱۹۷۱م کال جګړه تر هغه وروسته پېل شوه کله چي په پلازمېنه ډهاکه کي په زرګونه کسان د پاکستاني پوځ په هغو عملياتو کي ووژل شول چي له آزادۍ څخه د بنګله دېشانو د ويري لپاره تر سره شوي وو. دغه وژنو او پوځي عملياتو چي تر څنګ يې د جنسي تېري او اخ و ډب تورونه هم ولګول شول، د آزادۍ د غورځنګ لپاره د ولس ملاتړ تر لاسه کړی.

په دې لړ کي سيدي د څلورو نورو جماعتيانو په ګډون د بنګله دېش نېشنلسټ ګوند د دوو مشرانو سره په زندان کي د جرمونو په تور وخت تېروي. جماعت اسلامي او بنګله دېش نېشنلسټ ګوند د حکومت دغه عدالت تش په نامه بللی. بلخوا بيا په نيويارک کي مېشت د بشري حقونو د څار تنظيم ويلي چي کوم قوانين د مشکوکه جنګي مجرمانو د مقدمې لپاره په کار راوستل شوي دي هغه له نړيوال قانون سره سمون نه خوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG