د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوسلو کې د ۲۲ جولاې د حملو وروستو روژه


په اوسلو کې یوه ښځه په تیره میاشت کې د وژل شوو کسانو په یاد کې شمې بلۍ.
په اوسلو کې یوه ښځه په تیره میاشت کې د وژل شوو کسانو په یاد کې شمې بلۍ.

فرخنده وزیر

فرانس پریس خبري اژانس لیکي، د ناروې په اوسلو ښار کې مسلمانانو په یو جماعت کې د شپې د لسو بجو لګ مخکې روژه ماته کړه.

په دغه ښار کې مسلمانان د ۲۲ جولایې د حملو وروستو په منحال قران جومات کې د روژي په لومړۍ ورځ راټول شوي وو، چې سړي ځان له ناست وو ، او ښځي ځان له، او په کجورو یې روژه ماتې وکړو.


په ناروې کې د مسلمانې ټولنې مشر مهتاب اصفر وایې، دا یو خاص ماحول دې، چې دوي پکې یو ځایې شوي دي. د ډوډۍ سره د چڼو د خوړلو پر وخت یې وویل، دوي په تیرو حالاتو هم خبرې کوي، او ډیره موده پس یو ځایې شوې دي، او زیاته یې کړه اوس باید دوي د ناروې د خلکو نه بلکې د خپل ځان په اړه خبرې وکړي.


اصفر وویل ، دې د داسې خلکو سره ملاو شو ، چې ویل یې دوي په ناروې کې د داسې پیښې د رامنځ ته کیدو په اړه کله سوچ هم نه وو کړی.

دغه جومات چې منحال قران نومیږي د اوسلو په شرقي برخه کې ۱۱ کاله وړاندې جوړ شوی دې.

پرویز نثار چې د دغه جومات په مشرانو کې یو دې، وایې روژې د دوي لپاره د ۲۲ جولایې د دردونکي پیښې وروستو خوشحالي راوړه. نثار وویل، دوي ټول دغه پیښه نشي هیرولی، خو د روژی میاشت د دغه حملو وروستو فضا یو څه حده پورې بدله کړه.


په دغه جوماعت کې یو ۵۴ کلن ټیکسي ډرایور وویل، د اندرس بیرنګ بريویک لخوا د خلکو وژنې اسلام او کلتور ته سخت نقصان ورسوو، او دوي پرې سخت خفه دي.

خبری اژانس د پرویز نثار د خولې لیکي، خلکو ولیدل چې داسې پیښې هر څوک کولی شي، او دا دومره خطرناک کیدای شي، څه رنګ چې القاعده او اسلامي اورپکي دي.


د تیري میاشتې په ۲۲ نیټه اندرس بیرنګ اول په اوسلو کې په سرکاري ودانیو بمي چاودنې وکړي، چې پکې اته کسان ووژل شول ، او بیا د اوټویا جزیرې ته ولاړ ، چې هلته یې د واکمن لیبر ګوند د ځوانانو په یوه غونډه تر اتیاو منټو ډزی وکړې، چې پکې یې یو کم اویا کسان ووژل.


د خبري اژانس سره په خبرو کې یوې ۵۰ کلنې ښځي وویل، دغه ډیر سخت وخت وو، دې چې دغه هر څه وولیدل نو ډیر یې وژړل او د ډیرو شپو پورې ورله خوب نه ورتلو.


۱۷ کلن مصطفا رحمان چې د پاکستان سره تعلق لري وایې، دې پر دې خفا دې ، چې د ناروې غوندي محفوظه ملک کې داسې پیښې رامنځ ته شوې، او زیاتوي داسې په پاکستان کې هم په یو شمیر بدو پیښو کې خلک وژل کیږی، او دوی د داسې ټولو بیښو غندنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG