د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایوان نمایندګان تړون منلی چې حکومت له کنګالېدو وژغوري


امریکایی ولسي استازیو یا ايوان نما يندګان هغه بیل ته د منظورۍ رایه ورکړې چې د امریکايي حکومتي پورونو حد سېوا کوي،دا په امریکايي تاریخ کې د حکومتي دیوالییه کېدو د مخنیوي پرخوا یو مهم ګام دی .

د ګل/دوشنبې په ورځ د ریپلیکن ګوند په اکثريتي اېوان کې د بیل په ملاتړ ۲۶۹ او مخالفت کې ۱۶۱ رایې ورکړل شوې چې د منلو ډېر ووټونه ریپبلیکنو ورکړي.

په ایوان کې د ډموکراټ ګوند غړي سم نیمايي په دوو برخو ویشل شوي وو ۹۵ یې په حمایت کې او ۹۵ یې په مخالفت کې وو.

د ايون نمايندګان د منظورۍ وروستو به اوس دا بیل نن سينټ ته وړاندې کېږی چې ډموکراټ ګوند پکې اکثریت لري.

د دي بل د منظورۍ وروستو به د امريکا د قرضونو اخیستو حد ۱۴ عشاريه درې ټریلینه ډالر ته ورسيږي ، د امريکا يي کانګرس غړي د پورونو حد سوا کولو وروستۍ نېټه د نهې شپي نيمايي ده،او یا هم د کارپوهانو په خبره که د امريکا حکومت د پورونو حد زياتولو کې ناکامه کيږي نو امریکايي حکومت به د دې جوګه نه وي چي خپل بیلونه ادا کړي چې په دې سره امکان دی د امریکا او نړیوال اقتصاد کې يو نوی مالي بحران رامنځ ته شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG