د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین :د کاشغربریدکونکي په پاکستان کې روزل شوي


دا هغه ریستورانټ دی چې تر برید لاندې راغلی وو
دا هغه ریستورانټ دی چې تر برید لاندې راغلی وو
بوریوال کاکړ پراګ

د چین چارواکو نن وویل چې د دوی په هیواد کې د یکشنبې په ورځ پر خلکو برید کوونکي په پاکستان کې روزل شوي وو. دې کسانو لومړی پر یوه رسټورانټ برید وکړ او بیا یې له هغه وروسته خلک ووژل. پاکستان د چین د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي .

د چین چارواکو د دې هیواد په لویدیځه سیمه کې د پرونۍ پېښې چې شپږ تنه پکې ووژل شو په اړه ویلي چې برید کوونکو یې په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړېوه.

د چین د لویدیځې سیمې سنکیانګ د کاشغر نومي ښار حکومتي چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ د یاد شوي ښار یوه یوه تجارتي مرکز کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله د وسله والو کسانو یوې ډلې پر یوه خوړنځای یا رسټورانټ برید وکړ ، د هغه مالک او کارکونکې یې ووژل او بیا یې په رسټورانټ اور پورې کړ.

بیان زیاتوي چې دا وسله وال برید کوونکي چې کله له رسټورانټ څخه راووتل نو یې بې له ښه او بد کتلو پر عامو خلکو برید وکړ. چې په دې توله پېښه کې شپږ تنه ووژل شو او دولس نور ټپیان شو.

د کاشغر حکومتي بیان وايي لومړنۍ پلټنې ښي چې دې وسله والو بریدکوونکو په پاکستان کې د ختیځ تورکستان د اسلامي غورځنګ په کېمپ کې د چاودونکو موادو جوړولو او وسلو کارولو روزنه تر لاسه کړې وه.

چې کله مو د چین له خوا پر پاکستان د دې تور په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر له ویاندې تهمینه جنجوعه سره تماس ونیو نو هغه مشال ریډیو ته وویل چې د خپلو کورنیو ستونزو له امله اوس مهال په دې اړه څه نه شي ویلای.

ویل کیږي چې د ترکستان د بیلتون غوښتونکو په ډلو کې د ختیځ تورکستان د اسلامي غورځنګ تر ټولو خطر ناک دی. چې د ځینو کارپوهانو په وینا دا ډله د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په خاوره کې فعاله ده او سنکیانګ ته د خپلو کارکوونکو تر لېږلو وړاندې هغوی ته د ځانمرګو او موټر بریدونو روزنه ورکوي.

په اسلام اباد کې مي د دفاعي او سیاسي چارو له کار پوه حسن عسکري څخه وپوښتل چې د پاکستان په خاوره کې د داسې خلکو چې په چین کې بریدونه کوي د شتون خبره تر کومه حده سمه ده نو هغه وویل.

ً د چین د سنکیانګ ځینې خلک پاکستان ته راغلل او دلته یې له تحریک طالبان سره اړیکي وې خو نن سبا داسې څه مالومات نه وو چې اوس داسې څه روان دي خو په تېر وخت کې داسې ضرور شوي وو. اوس دا نده مالومه چې دې کسانو روښتیا هم دلته روزنه تر لاسه کړېوه او که هسې تور پورې شوی دی . خو که چیري په دې اړه د پاکستان له حکومت سره خبره راپورته شوه نو هغوی به پلټنې کوي او د پاکستان حکومت به د چین شکایت رد نه کړي ً .

یاده دي وي چې سنکیانګ د چین هغه سیمه ده چې له پاکستان ، افغانستان ، روس او نورو هیوادونو سره پوله لري او د دې سیمې د کاشغر د ښار له لارې به د چین ورېښم او نور توکي اورپا ته رسېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG