د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په حما کې د پوځ او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې


په شام کې د مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې ښار حما ته د پوځ ننوتلو وروسته ، د دواړو خواو تر مینځ نښته روانه ده. راپورونه وايي نن د شام پوځي ټینکونه دې ښار ته ننوتي چې حکومت ضد مظاهرې وځپي.


د شام پوځ هغه ټولو خنډونو د هیسته کولو هڅه کوي چې وسله والو د دې ښار په داخلي سیمه کې جوړ کړي دي.

د بشري حقونو یوه غیر سرکاري اداره په حما کې د هسپتال د چارواکو له خولې وایي چې د ټینکونو په دې برید کې لږ تر لږه ۴۵ عام خلک وژل شوي دي.

د شام پوځي ټینکونو د يوې میاشت راهیسې د ښار ګیر چاپېره محاصره کړې چې د صدر بشارالاسد واکمني پر ضد د مظاهرو په رد عمل کې یی داسې ګام اخیستې و.

بل لورې د برتانېې د خارجه چارو وزیر ولیم هیګ په بشارالاسد غږ کړې چې په مظاهرچیانو دې له تشدده لاس واخلي . او زیاتوی په دې حیران دی چې څنګه د روژې په میاشت کې دغه بریدونه کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG