د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې دوه مین بندیان دي


سرچینه : نیویارک ټایمز
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د هرات په ښار کې په زندان کې د بند داسې هلک او نجلۍ کیسه کوي چې یو پر بل مین دي خو د دوی د کورنۍ غړي وايي که له زندانه ور خوشي شو نو دوی به یې ووژني. هلک او نجلۍ بیا وايي دا د دوی حق دی چې په خپله خوښه د ژوند ملګری وټاکي .
نیویارک ټایمز د رپوټ په سر کې لیکي چې شاوخوا ۱۷ کلنو رفیع محمد او حلیمه محمدي د هرات په ښار کې د آیسکریمو په یوه کارخانه کې یو له بل سره لیدلي او له هم دې ځای څخه د دوی د مینې پیل شوی وو.
رپوټ لیکي ، په روانه میاشت کې هغه وخت د شاوخوا درې سوه قهرجنو کسانو ډلې دوی هغه وخت را ایثار کړل چې په یو ځای په موټر کې سپاره وو. دې قهرجنو کسانو دا هلک او نجلۍ د سړک منځ ته را کش کړل او له دوی څخه یې پوښتنې پیل کړې چې دوی ولي یو ځای دي او د داسې کولو لپاره څه حق لري؟
رپوټ لیکي که څه هم امنیتي ځواکونو رفیع محمد او حلیمه محمدي له دې کسانو څخه وژغورل خو هغوی دا سیمه ییز پولیس وډبوول ، په موټرونو یې اور پورې کړ او د پولیسو پر تاڼه یې برید وکړ. دې قهرجنو کسانو غوښتنه کوله چې دا هلک او نجلۍ زناکار دي او د دوی په خبره په کار ده چې په ډبرو ووژل شي او یا په دار کړل شي.
رپوټ لیکي د قهرجنو کسانو دې بلواوو شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ او په پایله کې یې د یوه تن د ووژل کېدو تر څنګ د پولیسو یوه تاڼه هم وسوځول شوه. خو رفیع محمد او حلیمه محمدي د ځوانانو په زندان کې واچول شو.
نیویارک ټایمز لیکي ، د دې ځوانې جوړې برخلیک اوس د یو نامنظم قانوني نظام په لاس کې دی او دوی د کورنیو او ټولنې له سختو پرېکړو سره مخامخ دي.
رپوټ زیاتوي ، د حلیمه محمدي تره یا اکا زندان ته ورغلی او هغې ته یې ویلې چې له خوشی کېدو وروسته به یې ووژني هغه ځکه چې د ده په وینا دې کورنۍ شرمولې ده . د حلیمه محمدي پلار خیرمحمد چې یو نالوستی کس دی او په ایران کې کار کوي ، دوه ځله زندان ته ورغلی او په ډېر خپګان کې یې له دې سره خبرې کړې دي. هغه ویلي ، موږ چې به د څه غوښتنه کوو هغه دا ده چې حکومت دي دوی دواړه ووژني.
رپوټ لیکي ، ۱۷ کلن رفیع محمد وویل ، دی ډېر خفه دی ، او زه یوازې د دې لپاره له خدایه دعا غواړم چې دا نجلۍ بیرته زما کړي ، زه دې ته تیار یم چې خپل ژوند له لاسه ورکړم خو زه غواړم چې دا نجلۍ په خوندي توګه خوشې شي.
حلیمه محمدي چې د ګمان له مخې ۱۷ کلنه به وي ویلي ، موږ ټول انسانان یو ، خدای موږ له یوې خاورې پیدا کړي یو ، نو ولي موږ یو له بل سره واده نه شو کولای او یا یو له بل سره مینه نه شو ولای؟
رپوټ لیکي ، د دې مقدمې له جاج اخیستنې وروسته ولایتي شورا د دې پرکړه وکړه چې رفیع محمد او حلیمه محمدي د دې حق لري چې حکومت د دوی ساتنه وکړي هغه ځکه چې یو خو د دوی بل ځای کوژدې نه دي شوي او بل پلو دواړه پر دې سلا دي چې یو له بل سره واده وکړي.
رپوټ لیکي ، دوی دواړه اوس د هرات د کم عمرو په زندان کې دي ، او حلیمه محمدي د خیاطۍ زده کړې کوي ، خو د ولایتي شورا خبرو نه تر اوسه دوی خوشي کړي دي او نه یې هم د دوی لپاره د اوږمهالې ساتنې بندوبست کړی دی.
خو رفیع محمد او حلیمه محمدي په خپلو بېلو بېلو مرکو کې ویلي ، دوی د سزا په اړه هیڅ اندېښنه نه لري او د دوی په خبره ، له چا سره چې مینه وي نو دا نه دي پوښتل چې هغه څوک او څه دي؟
XS
SM
MD
LG