د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره چیان وايي د مصر پخواني چارواکي دې محاکمه شي .


د مصر په ازادي چوک کې مظاهره چیانو خیمې لګولې دي او د پوره بدلون غوښتنه کوي
د مصر په ازادي چوک کې مظاهره چیانو خیمې لګولې دي او د پوره بدلون غوښتنه کوي
احمد شاه اعظمي: مصر

په مصر کي په زرګونه کسان د پخواني ولسمشر حسني مبارک د حکومت تر ړنګېدو ورسته اوس هم د پلازميني قاهرې په تحرير څلورلاره کې له تيرو څو اونيو راهيسي په لوی شمير کې را غونډ شوي او د هيواد له پوځي شورا غوښتنه کوي چي د پخواني حکومت د چارواکو په ضد دي ژر تر ژر عدالتي کاروايي وشي او دوی ته سزا ورکړل شي.

مظاهرچيان چي اکثريت يې ځوانان دي، په هيواد کي د اصلاحاتو سمدستي غوښتنه کوي. دوی د تحرير څلور لاري په منځ کي يو شمېر خېمې لګولې چي دا ډول يو خوا ته له ګرم موسم څخه ځانونه وژغوري او بلي خوا ته بيا د شپې د خوب لپاره کار ور څخه واخلي.

یوه پېغله ، عايشه وايي ، چي چوپتيا او خاموشي بدلون نشي راوستی. د بدلون راوستو لپاره بايد غږ پورته کړل شي.

مشال راډيو چي کله په تحرير څلورلاره کي له يوې ښځينه مظاهره کونکي حانا محمد څخه وپوښتل چي پخوانی ولسمشر حسني مبارک له خپلي دندي ګوښه شو او حکومت يې له مينځه ولاړی نو بيا دوی د څه لپاره مظاهرې کوي؟ نوموړې وایي چي د ۲۵م جنوري د انقلاب ټولي غوښتني لا تر دمه نه دي پر ځای شوي.

په اصل کي رژيم واوښتی خو زموږ غوښتني لا نه دي پوره شوي. د دې مانا دا شوه چي رژيم ړنګ شو خو په بشپړه توګه نه. موږ غواړو چي ټول رژيم واوړي او نوي بدلونونه را منځ ته شي. که چيري رژيم واوړي او بدلون رانشي نو هيڅ به هم ونه شي.

نوموړې د يو شمېر غوښتنو تر څنګ زياتوي چي د تېر رژيم د ټولو چارواکو په ضد دي عدالتي کاروايي وشي.

په تحرير څلور لاره کي يوه بله پېغله، عايشه، چي له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره د خېمې مخي ته ناسته وه وايي چي چوپتيا او خاموشي بدلون نشي راوستی. د بدلون راوستو لپاره بايد غږ پورته کړل شي.

يواځينی کار چي وشو هغه د مخکيني رژيم د مصر را پرځېدل او په مصر کي د وراثتي نظام ودرېدل و او همدا ډول مصريانو ځيني آزادياني لاس ته راوړې. په تجربې سره ثابته شوه چي خلګ کولای شي خپلي غوښتني او حق د مظاهرو او احتجاجونو له لاري لاس ته راوړي لاکن چوپتيا او خاموشي خلګو ته خپل حق نشي راوړلای.



مظاهره چۍ حنا

مظاهرچۍ عایشه
مظاهره چي جمال


په تحرير څلو لاره کي مظاهرچيان په منظمه توګه خپل احتجاج پر مخ بيايي او پر داخلېدونکو ټولو لارو د انقلابي ځوانانو غړي ولاړ دي او هر کس تر تلاشۍ وروسته دننه پريږدي. په تحرير څلور لاره کي هيڅ پوليس يا پوځي ته د دننه تلو اجازه نه ورکول کيږي.

جمال عبدالعظيم چي د همدا ډول ځوانانو د يو ډلي مشري يې کول، مشال راډيو ته وويل چي کله د ۲۵ جنوري تر انقلاب څلور مياشتي وروسته هم ځانګړي بدلونونه را منځ ته نشول نو دوی يو ځل بيا په مظاهرو لاس پوري کړی.

موږ غواړو چي مخکينی اداره ټوله له مينځه ولاړه شي . موږ حقيقي بدلون، آزادي او اجتماعي عدالت غواړو. زموږ ځيني غِوښتني ومنل شوې خو ځيني لا پاته دي. موږ د مبارک او د پخواني رژيم د ځينو چارواکو په ضد عدالتي کاروايي غواړو. زموږ د بيا راتګ يواځينی لامل همدا و چي هغه پوليس چارواکي بېګناه وګڼل شول چي د مظاهرچيانو په وژنه کي يې لاس درلودی. همدا ډول هغه څلور وزيران بېګناه ثابت کړل شول چي په درغلي کي ککړ وو. دا دمصر په انقلاب باندي يو ډول ملنډه وهل و.

د مظاهرچيانو د غوښتنو په غبرګون کي د مصر د عبوري حکومت وزير اعظم عصام شرف او د پوځي شورا مشر حسېن تنتاوي له مظاهرچيانو غوښتي چي خپل احتجاج پای ته ورسوي او تحرير څلورلاری پريږدي. دوی وايي چي د مظاهرچيانو لخوا يې ټولي غوښتني تر لاسه کړي او له وخت سره سم به د حل لاره ورته راوباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG