د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې د اورګاډي پېښه، ۳۲ وژل شوي


د چین په ختیځ کې یو رېل ګاډي له پاټلۍ کوز شوی دی چې په کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او شا و خوا ۹۰ ژوبل دي.

د چین دولتي زېنوا خبري اژانس وايي اورګاډی له هنژو سیمې وینژو ته روان وو. د اژانس په خبره د رېل لږ تر لږه دوه بوګۍ له پله غورځېدلې دي. چین په اربونو امریکايي ډالره مصرفوي چې د تېز رفتاره اورګاډو شبکه جوړه کړي. د پېښې ښکار شوی اورګاډی هم د ګولۍ په سرعت سفر کوي، مانا دا چې ډېر ژر منزل ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG