د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د تېلو او ګېس پر کارونکو برید دوه مړه درې ژوبل




نیازموسی خیل،کوټه

نن غرمه د ۱۱ نیمي بجو په شا او خوا کي د بلوچستان د ضلع جعفرآباد د تحصیل ډیره الله یار په سیمه کي،د پولیسو په وینا،یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه شوې،چي په نتیجه کي ۲ کسان مړه او ۳ ټپي شوي دي.

پولیس وایي،د چاودني هدف د تیل او ګیس د لټون فعالیتونه تر سره کونکي کمپنۍ،او-جي-ډي-سي-ایل وه.د ډیره الله یار د پولیسو مشر،محمد عیسی کهوسه مشالریډیو ته وویل،چي قافله د اوچ ګیس فیلډ له سیمي د سند صوبې د سکهر پر لور روانه شوې او پر مخ روانه وه،چي د ډیره الله یار د بایي پاس په سیمه کي په موټرساییکل کي کیښودل شوۍ بم و چاودیدو

د پولیسو مشرزیاتوي ، په وژل شویو کې یو تن د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی دی او ټپیان دپنجاب سیند بلوچستان اوسېدونکي دي.

هلته د سیمي آزاد خبریال،دهني بخش مګسي وايي د مړو شمیره ۳ او د ټپیانو ۷ ده.ده دا هم وویل،چي په ټپیانو کي د یو څو حالت ډیر خراب دۍ او کیدۍ شي چي د مړو شمیره تر دې هم سیوا شي.

تر دې دمه د پېښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستې،خو په بلوچستان کي اکثره د تیل،ګیس او کویلې پر کارکونکو او ددې تر څنګ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو پر سرکاري ودانیو د بریدو پړه اکثره بلوڅ خپلواکي غوښتونکي سازمانونه په غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG