د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: داې آر سي ۷ کارکوونکي تښتول شوي




دپشين له سرخاب سيمي څخه د اې ارسي یا امریکن ریفویجیز کمېټۍ ۷ کارکوونکي نامالومه کسانو تښتولي. اې ار سي دملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ يواین ایچ سي آرترسیوري لاندي دافغان کډوالو په کمپونو کې دروغتیا په برخه کې کارکاوو.

له همدې سیمې چي دا پېښه پکې رامنځ ته شوې يو افغان کډوال عبدالمالک د مشال خبریال خدای نور ناصر ته د تښتول شويو شمېر اته تنه ښودلی . دا کارکوونکي دغرمې په وخت په يوه نیمه بجه له سرخاب مهاجرکیمپ څخه وسله والوکسانووتښتول. له پشين څخه دخانوزيي پر لور لوي سړک تللی دی. په همدې سړک دوی وتښتول شوو٬٬

په بلوچستان صوبه کي که يوپلو بلوڅ ملت پالو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړی، چي د تښتولو د ډيری پېښو پړه هم پرغاړه اخلي. نو بل پلو همدلته دطالبانو او القاعدې دشتون هم خبري کېږي

ديواین ایچ سي آر ویاندي دنیااسلم خان هم وايي، د اې ار سي کارکوونکي تښتول شوي خو شمیريې ددې په خبره اووه دی ، موږ ته چي کوم مالومات رسېدلي، داکسان چي شمیر يې اووه دی، او ټول نارینه دي. پرون ماسپښين د دوو بجوپه شاوخواکي تښتول شوي. دا چي ددې ترشاد چالاس کیداي شي، په دې اړه څه ویل به تروخت مخکې خبره وي٬٬

بل خوا ته له سرخاب سیمي څخه دلیویز چارواکومشال ته وویل، دتښتوونکیو د راخوشي کولولپاره يې پلټني پيل کړې، چي نه يواځې لیویز،بلکې پولیسو هم په کې برخه اخیستې ده.


د ویلو وړ ده چي تردې مخکي د۲۰۱۰ میلادي کال د فیبرورۍ په میاشت کي پشين ته څيرمه له کلا سیف الله سیمي څخه هم د يوې غیرملکي این جي او مرسي کور څلور کارکوونکي تښتول شوي وو. يواځي اتلس ورځي وړاندي د جولاي په لومړۍ نیټه له لورالايي سیمي څخه دوه سویس وګړي وتښتول شوو، چي تردې دمه يې لاهم دبرخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

وړمه ورځ د جولايي پر اولسمه د پي ایم ډي سي سرکاري ادارې پنځه کارکونکي تېښتول شوي دي چې لا هم تري تم دي چې د برمته کولو پړه یې بلوڅ آزادي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

په بلوچستان صوبه کي که يوپلو بلوڅ ملت پالو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړی، چي د تښتولو د ډيری پېښو پړه هم پرغاړه اخلي. نو بل پلو همدلته دطالبانو او القاعدې دشتون هم خبري کېږي، چي په دې وروستیوکي يې دپاکستان دکورنیوچارو وزیررحمان ملک هم ذکر کړی وو
XS
SM
MD
LG