د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانییا:دټيلیفوني مالوماتو د غلا معاملې د پولیس مشر استعفا ته اړکړ


په برتانییا کې د ټيلي فوني مالوماتو د غلا کولو د معاملې په سر د دې هېواد د میټروپولېټن پولیسو مشر پال سټیفنسن استعفا ورکړې ده.

نوموړي تېره ورځ، د خپلې استعفا د اعلانولو پر مهال وویل،نن ماسپښین، ماد ملکې ماڼۍ، د کورنیو چارو وزیر او ښار وال ته د خپلې ارادې په اړه وویل چې د میټرو پولېټن پولیسو د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکوم٬٬



د نیوز انټرنیشنل د برېتانییا د روپرټ مرډوک نومي کس اداره ده چې ډېرې ورځپاڼې لکه سنډې ټایمز،ټایمز،دې سن چلوي

پال سټیفنسن وویل دا پرېکړه ځکه کوي چې د ده په مشرۍ کې پر میټروپولېټن پولیسو دا شک او تورونه پورې شوي دي چې له نیوز انټرنیشنل سره اړیکي لري.

تېره ورځ، پولیسو د نیوز انټرنیشنل ادارې یو مشره خبریاله او ایډیټره ریبیکا بروکس ونیوله چې وروسته په ضمانت خوشې شوه.ریبیکا وړاندې له خپلې دندې استعفا هم ورکړېوه.

د نیوز انټرنیشنل د برېتانییا د روپرټ مرډوک نومي یوه کس اداره ده چې ډېرې ورځپاڼې لکه سنډې ټایمز،ټایمز،دې سن چلوي. په همدو کې نیوز اف دي ورلډ خبر پاڼه هم وه چې د ټيلي فوني مالوماتو د غلا کولو په معاملې کې وتړل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG