د لاسرسي ځای

تازه خبر

قذافي واک پریښودو ته تیار، فرانس


معمر قذافي
معمر قذافي
فرخنده وزیر

ټیلي ګراف د فرانس د چارواکو لخوا لیکي، معمر قذافی د واک پریښودو ته تیار دې ، او باید پر دې د دوي سره خبرې وشي. بلخوا د لیبیا چارواکی واېي، په بمبارۍ کې جمهوریت نشی راتلۍ.


په برتانوي ورځپاڼه ټیلي ګراف کې هنري سمویل لیکي، د فرانس د بهرنو چارو وزیر د دې خبرې پخلی کړې، چې قذافي د واک پریښودو ته تیار دې، نو راځی چې په دې خبرې وکړو.

که څه هم د فرانس د بهرنو چارو وزیر الین ژوپې د معمر قذافي سره د نیغ په نیغه خبرو تردید کړی، خو دا ېي په تیرو وختونو کې ویلی وو، چې د دوي د قذافي د نمایندګانو سره خبری روانې دي.

لیکوال واېي، د لیبیا په شخړه کې شاملو کسانو په یو شمیر ځایونو کې رابطې کړی، او ځکه د لیبیا رژیم خپل پیغام رسونکي د ترکي، نیویارک او تر پیرسه پر دې خاطر لیږلي وو، چې د نړۍ سره په روانو حالاتو خبرې وکړي.

ورځپاڼه د فرانس د وزیراعظم فرینکویس فلن لخوا لیکي، د لیبیا د مسلې یوازینی لاره سیاسي حل راوستل دي. د امنیتي ځواکونو د یو کمیشن سره څوک چې پر دې رای اچوي، لیبیا ته پوځي عملیات وغزوی او که نه، د خبرو پر وخت فرینکویس وویل د لیبیا د مسلې هوارولو لپاره سیاسي حل راویستا ډیر ضروری دې.

لیکوال واېي، د فرانس ولسمشر نکولس سرکوزي د قذافي نه غوښتنه کړي ، چې لیبیا دې مکمله پریږدي.

ورځپاڼه د رویټرز خبري اژانس لخوا لیکي،د سرکوزي لپاره دا خبره زغمل هم ګرانه ده ، چې قذافي دې په لیبیا کې او یا په یو ګاونډي هیواد کې پاتی شی.

فرانس د برتانیی سره په ګډه د ملګرو ملتونو لخوا د لیبیا پر فضا د نه الوت سیمه ګرزولو کې برخه لري، چې دا شان د لیبیا ولس د قذافي د ځواکونو د تشدده خلاص کړي، او د هغه ۴۰ کلنه حکمراني له مینځه یوسي.

ټیلي ګراف لیکي، په لیبیا د هواېي بمبارۍ باوجود هم قذافي واک پرې نښود، او نه په دغه هیواد کې د هغه د حکمرانۍ خلاف مظاهرچیان دومره طاقتور دي ، چې هغه د و اکه لرې کړي، او د لیبیا نه ېي اوباسي.

د الین ژوپې د قذافي د واک پریښودو خبرې دا شک هم پیدا کوي، چې ګنې دوي قذافي ته د واک پریښودلو لپاره څه شرطونه ورکړي دي. د فرانس د دفاع وزیر جرار لانګ ویټ واېي، دا وخت دې چې ټول په میز د لیبیا د رژیم سره خبرې وکړو، او زیاتوي، کرنل قذافي د خپل محل په یوه بله کوټه کې پاتې کیدای شي ، خو د موجوده نوم سره نه.

اخوا الین ژوپې واېي، د نړۍ یو شمیر هیوادونه دا نظر لري، چې باید قذافي اوس د واکه لرې کړل شي، او زیاتوي دلته اوس پوښتنه دا نه ده، چې هغه به واک پریږدي او که نه، بلکې دا ده چې کله او څنګه .

د لې فیګارو ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د لیبیا وزیر اعظم بغدادي ال محمودي ویلي، طرابلس تیار دې چې خبرې وکړي ، خو چې یو ځل بمباري ودریږي، او زیاتوي تاسو د بمبارۍ په دوران کې جمهوریت نشۍ راوستلی، او داسې کارونه نه کیږي.

محمودي دا هم وویل، قذافي به د خلکو د فیصلې احترام کوي. محمود شمام چې په لیبیا کې د یاغیانو د قامي کونسل ویاند دې، واېي، د قذافی یو ملګري فرانس ته ویلي وو، چې قذافي به واک پریږدي، او ملک به د نړۍ څارنې ته حواله کړي ، خو وروستو دغه وړاندیز د قذافي زوي سیف ال اسلام رد کړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG