د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د سټراس کان نظر بندي ختمه کړه


نیو یارک: د آی ایم ایف پخوانی مشر ډومینیک سټراس کان له عدالته تر راوستو وروسته موسکی شوی دی. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه.
نیو یارک: د آی ایم ایف پخوانی مشر ډومینیک سټراس کان له عدالته تر راوستو وروسته موسکی شوی دی. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه.
رپورټ: د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه
ژباړه: پامیر ساحل


پراګ
- په امریکا کې د نیویارک د یوه عدالت قاضي مایکل اوبس د پیسو د نړیوال صندوق د پخواني مشر ډومینیک سټراس کان نظر بندي ختمه کړې ده. جج د هغه د ضمانت لپاره اخیستل شوي میلیونونه ډالره هم بیرته ورکړي دي. خو پر هغه د جنسي تېري تورونه هم هسې لا پاتې دي او مقدمه به روانه وي.

د نیویارک د عدالت جج ډومینیک سټراس کان ځکه خوشې کړ چې د هغه هوټل کار کوونکې چې پر ده یې د تېري د هڅې تور پورې کړی وو، د هغې باوریتوب تر شک لاندې راغلی دی.

له خپلو وکیلانو سره د یو شمېر عکس اخیستونکو په ډله کې سټراس کان له عدالته راووت او موسکی وو.

د ضمانت په ډول، د سټراس کان وکیلانو مخکې شپږ میلیونه امریکايي ډالره جمع کړي ول چې هغه ورته عدالت بیرته ورکولو امر وکړ.

د پیسو د نړیوال صندوق آی ایم ایف پخواني مشر د مې د میاشتې په څوارلسمه تر خپلې نیونې وروسته، له خپلې دندې استعفا ورکړه. بیا د مې په شلمه د هغه ضمانت وشو، خو هغه په کور کې نظر بند کړل شو.

عدالت هغه مهال د هغه پر خنګري یا ګیټۍ د هغه د تګ راتګ مالومولو لپاره یو برقي تار هم تړلی وو. اوس قاضي د هغه تار د لرې کولو امر هم ورکړی دی.

سټراس کان غوښتل چې د فرانسې ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شي او پر ده دا تور چې د تېري هڅه یې کړې، د ده دا هیله هم متاثره کړه.

حالانکه ججانو پر ۶۲ کالن سټراس کان، د نیویارک په یوه هوټل کې پر ۳۲ کالنې کارکوونکې د تېري د هڅې تورونه نه دي لرې کړي، خو دا اوسنۍ پرېکړه اشاره ورکوي چې دا معامله د نوموړي په حق کې ښايي تمامه شي.

بینیامین برافمین د سټراس کان له وکیلانو یو دی. نوموړي خبریالانو ته له عدالت دباندې وویل چې تورونه به زبات نشي: (( موږ د معاملې له پیله باور درلود چې معامله هغه نه ده چې ښکاري. او موږ پوره قایله شوي یو چې لومړی لوی ګام په سم لوري پورته کړل شوی دی، بل ګام به د تورونو په بشپړ ډول ختمېدل وي.))

سټراس کان به اوس د جولای په اتلسمه عدالت ته بیا حاضرېږي.

د امریکا دي نیو یارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې عدالت دا مالومه کړې ده چې هغه ښځه چې پر سټراس کان یې تور پورې کړی، له افریقايي هېواد ګیني راغلې ده او په بیا بیا یې درواغ ویلي دي. ان دا چې په دې اړه یې هم درواغ ویلي چې یو ځل پخوا ورسره تېری شوی وو.

د عدالت مقدمه کوونکو یوه لیک کې د دفاع وکیلانو ته ویلي دې ښځې منلې ده چې په خپل هېواد کې د وهلو ټکولو او بیا د ډله ییز تېري کیسه یې له ځانه جوړه کړې وه چې په امریکا کې پناه واخلي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي دې ښځې تر تور پورې کولو وروسته په یوه زندان کې له یوه سړي سره خبرې کړې دي او له هغه یې د دې تور د ګټو په اړه پوښتنې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG