د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سټراس کان نظربندي پای ته ورسېده


په امریکا کې د نیویارک د یوه عدالت قاضي مایکل اوبس د پیسو د نړیوال صندوق د پخواني مشر ډومینیک سټراس کان نظر بندي ختمه کړې ده.

جج د هغه د ضمانت لپاره اخیستل شوي میلیونونه ډالره هم بیرته ورکړي دي. خو پر هغه د جنسي تېري تورونه هم هسې لا پاتې دي او مقدمه به روانه وي. د نیویارک د عدالت جج ډومینیک سټراس کان ځکه خوشې کړ چې د هغه هوټل کار کوونکې چې پر ده یې د تېري د هڅې تور پورې کړی وو، د هغې باوریتوب تر شک لاندې راغلی دی. له خپلو وکیلانو سره د یو شمېر عکس اخیستونکو په ډله کې سټراس کان له عدالته راووت او موسکی وو. د ضمانت په ډول، د سټراس کان وکیلانو مخکې شپږ میلیونه امریکايي ډالره جمع کړي ول چې هغه ورته عدالت بیرته ورکولو امر وکړ. د پیسو د نړیوال صندوق آی ایم ایف پخواني مشر د مې د میاشتې په څوارلسمه تر خپلې نیونې وروسته، له خپلې دندې استعفا ورکړه. بیا د مې په شلمه د هغه ضمانت وشو، خو هغه په کور کې نظر بند کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG