د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د م.م د بشري حقونو د استازي ورتګ نه مني


د ایران د خارجه چارو وزارت وايي، دوی د بشري حقونو په اړه د رپوټ تیارولو لپاره د ملګري ملتونو د ځانګړي استازي ایران ته ورتګ نه مني. ملګري ملتونو دمالدیپ پخوانې وزیرِ خارجه احمد شهید په ایران کې د ۲۰۰۵ م کال نه راهیسې د صدر احمدي نژاد د واکمنۍ په اړه یو رپوټ تیارولو لپاره ټاکلې دې.

ایران دا عمل د امریکا لخوا د فشار په ترڅ کې پورته کړې شوې یو سیاسي ګام بللې. ملګري ملتونو وخت په وخت په ځنو نورو هیوادونو کې هم د بشري حقونو په لړ کې درپورټ تیارولولپاره استازي ټاکلي دي چې پکې شمالي کوریا، میانمر او سومالیه د یادونې وړ دي.

بلخوا د ایران د انقلابي ځواکونو یو کمانډر ویلي ددوي میزایل په خلیج کې امریکايي مرکزونه او د اسرایل هره سیمه په نښه کولې شي. د ایران د انقلابي ځواکونو د فضايي څانګې مشر جنرل علي حاجي زاده دا څرګندونې دلس ورځني مشقونو په دویمه ورځ پوځ ته دخپلې وینا پرمهال وکړې.

په دې مشقونو کې د شهاب تهري په نامه میزایل، چې تر ۲۰۰۰ کلومیټره پورې احداف په نښه کولې شي، آزموینه هم شامله ده. د ایران د میزایلو پروګرام د انقلابي ځواکونو په نګرانۍ کې دې چې د ګل په ورځ یې په اول وار د زمکې لاندې د یو خفیه ګودام انکشاف وکړو، او دعوا یې وکړه چې د نامالوم مقام په دغه ګودام کې میزایل موجود دي او په ایران دحملې پرمهال به استعمالولې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG