د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د بشري حقونو دوې نورې مبارزې نیولې دي


احمد شاه اعظمي

امريکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په ايران کي د حکومت لخوا د خپلو مخالفينو د نيولو په اړه راپور خپور کړی دی او ليکي چي په ايران کي يو ځل بيا د بشري حقوقو مبارزه کونکي دوې مېرمني نيول شوي دي. بلخوا په جيل کي سياسي بنديانو د نه خوړلو هړتال پای ته رسولی دی.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، ۳۴ کلنه مهناز محمدي چي د ډاکومنټري فلم جوړونکې ده، د يکشنبې په ورځ د استخباراتي ادارې د کارکونکو لخوا له خپله کوره ونيول شوه.

د هغې ملګرو د نوموړي د نيولو تصديق وکړی. محمدي چي د بشري حقوقو مبارزه ده، تر دې وړاندي په ۲۰۰۹م کال کي د حکومت مخالفه مظاهرچيانو د وژلو په ضد د احتجاج پر مهال نيول شوې وه.

د کليمي وېب پاڼي له وينا سره سم پنځه ويشت کلنه مريم ماجد، چي انځورګره او د ښځينه حقوقو مبارزه ده، د جمعې په ورځ په تهران کي ونيول شول او ايوين نومي جېل ته واچول شول .

بلخوا په ايران کي سياسي بنديانو په روانه مياشت کي د ښځينه حقوقو د مبارزي حالې صحابي د وژلو په ضد د خوړلو هړتال پېل کړی. د حکومت مخالفه سرچينو له وينا سره سم ۵۴ کلنه صحابي د امنيتي ځواکونو لخوا وهل شوې وه خو چارواکي وايي چي نوموړې د رړه د حملې له کبله مړه شوه.

تر هغه وروسته بيا په جيل کي بند د بشري حقوقو مبارزي هودا صابر او يو بل کس د نه خوړلو هړنال پيل کړی. څو ورځي وروسته ۵۲ کلنه هودا صابر په مرموز ډول په جيل کي مړه شوه. د هودا ملګرو حکومت مخالفه رسنيو ته ويلي چي نوموړې هم د امنيتي ځوامونو د وهلو له کبله مړه شوه خو دا ځل هم حکومت وويل چي پر هودا د زړه حمله راغلې وه.

تر دوهمي مړيني وروسته په دوو جيلونو کي ۱۸ مبارزينو د جون پر اتلسمه نېټه د نه خوړلو هړتال پیل کړی او غوښتنه يې کول چي د هودا دمړيني پلټني دي وشي. د کليمي ويب پاڼي له راپور سره سم بنديانو د نه خوړلو هړتال د يکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسوی کله چي د بشري حقوقو يو نوموړي مبارز پر دوی د هړتال د پای ته رسولو ږغ وکړی.

د بشري حقوقو دمبارزينو تازه نيوني او د بنديانو لخوا د هړتال پای ته رسول په داسي وخت کي را منځ ته کيږي چي يو شمېر ايراني مشران بندي سياستدانانو، خبريالانو او دبشري حقوقو مبارزه کونکو ته ورځي او له دوی غوښتنه کوي چي پر خپلو ملاتړ کونکو ږغ وکړي چي د ۲۰۱۲م کال د مارچ په پارليماني ټولټاکنو کي برخه واخلي.

ګڼ شمېر ايراني سياستدانان وايي چي دوی ويره لري که چيري د حکومت مخالفه ډلو نمايندګان په ټولټاکنو کي برخه وانخلي نو د ګډونکونکو فيصدي به ډېره کمه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG