د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېښنايي پارچاو پر ضد مظاهرې


د خیبر پښتونخوا په دیر، چارسده او شبقدر کې خلکو د بريښنايي پارچاو یا د بجلۍ د لوډشیډنګ پر ضد مظاهرې کړې دي.

له سیمو د مشال راډیو خبریالان وايي مظاهره چیانو سړکونه تړلي ول او د واپډا پر ضد یې احتجاج کاوه. په شبقدر کې یوه مظاهره کوونکي مشال راډیو ته وویل بجلي یو ساعت وي او بل ساعت نه. په دیر کې هم خلکو سړک تړلی وو او احتجاج یې وکړ. په پاکستان کې له د انرژۍ شدید بحران دی چې له کبله یې د هېواد په زیاتره برخو کې بريښنا نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG