د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ګېټس له طالبانو سره د خبرو پخلی وکړ



ژباړه:فرخنده وزیر

په امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې جنجر تامپسن لیکي ، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د دي خبری پخلی کړی، چی امریکا په افغانستان کی له طالبانو سره د خبرو پیل کړی ، چې د افغان جنګ ته د پایی ټکی کیږدي.

رابرټ ګیټس د تیر اتوار په ورځ دا هم وویل، لکه څنګه چی ټاکل شوې، امریکا به په روان کال کی له افغانستانه د پوځونو ویستل پیلوي، نو ددی خبری په اړه لا څه نشي ویلای، چی ایا له طالبانو سره خبری به کومی مثبتې نتیجې ولري او که نه.

د امریکایی ټیلي ویژن سي این این سره په خبرو کی ګېتس دا هم وویل دله طالبانو سره د دوي خبري په تیرو اونیو کی پیل شوې، او له ډیرې په لومړي پړاو کی دي. او زیاتوی امریکایي چارواکي او س هم له بې یقینۍ ښکار دي، چی ایا له دوی سره په خبرو کی شامل کسان د وسلوالو طالبانو د مشر ملا عمر استازي دي او که نه.


په دغه خبرو کی رابرټ ګیټس دا هم وویل، له طالبانو سره په خبرو کی د امریکا ډیپلومیټان برخه اخلي او د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن پکی نیغ په نیغه هیڅ برخه نه لري. ګیټس وایی، په دغه خبرو کی یو شمیر ملکونه هم له دوی سره مرسته کوي ، خو نومونه یې ښکاره نه کړل.

ورځپاڼه د رابرټ ګیټس له خولې لیکي، یوه سیاسي لاره خپلول د جګړې د ختمولو یوازینی حل دی. خو مهمه دا ده، چې کله، او ایا وسلوال طالبان واقعي هم په خبرو کی سنجیده دي او که نه.

ګیټس د اتوار په ورځ په دوو سهارنيو امریکایی ټیلي ویژني پروګرامونو کی برخه واخیسته او د خپل کار په اړه یی خبری وکړي، هغه دا وخت له مختلفو مطبوعاتو سره د خپلی څوکۍ پریښودلو وړاندی خبری کوي. ګیټس ۴۰ کاله د امریکا د اتو ولسمشرانو په حکومتونو کې کار کړی دی.

په افغانستان کی د روان جنګ په اړه رابرټ ګیټس وویل، امریکاپه تیرو دوو کالونو کی په افغانستان کی د وسلوالو طالبانو خلاف مهمې کامیابۍ ترلاسه کړي ، چی وسلوال طالبان یې له کندهار او هلمند ه پر شاه تنبولي، او د القاعده مشر اوسامه بن لادن یې هم ووژلو. او زیاتوي په افغانستان کی به امریکا نه وه کامیابه شوې ، که یې چیري له وخت مخکې له افغانستانه خپل ځواکونه ویستلي وای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG