د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د فټبال له نړیوال فېډرېشنه ګیله من دی


تهران: د ایران د فټبال د فیډرېشن مرستیاله مشره فریده شجاعي له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو په حال کې. د ۲۰۱۱ز کال د جون شپږمه
تهران: د ایران د فټبال د فیډرېشن مرستیاله مشره فریده شجاعي له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو په حال کې. د ۲۰۱۱ز کال د جون شپږمه
رپورټ: احمد شاه اعظمي

ايران د فټبال له نړيوال فيډريشنه تر هغې وروسته ګیله کړې ده چې د فټبال ټولنې د اولمپکس لوبو ته د وتلو لپاره د دې هيواد پر ښځينه لوبډلي بنديځ لګولی دی.

ايران وايي هغه ناڅاپه پريکړې د ۲۰۱۲ز کال د اولمپکس لپاره د دوی د لوبډلې هيلې دړې وړې کړلې چې د لوبډلې اسلامي لباس د فيفا د قوانينو خلاف دی.

ايران د فيفا هغه پرېکړه ننګوي چي تر مخې يې د دې هېواد د فټبال ښځينه لوبډله د اسلامي لباس له کبله د اولمپکس په لوبو کي ګډون نشي کولای. د ايران د فټبال چارواکو دړکې ورکړې چي دوی به د فيفا پر چارواکو مقدمه وچلوي چي د جون په دريمه نيټه يې د اردن په ضد د دوی ښځينه لوبډله د اسلامي لباس يا حجاب اغوستلو له کبله له لوبي را وګرځول.

د ايران د فټبال په فيډرېشن کي د ښځينه چارو مشرې فريده شجاعي رويټرز خبري اژانس ته د دې پريکړي د غبرګون په اړه وويل: ((دا ويل به ګران وي چي دا به څه نتيجه ورکړي، خو دا به ښه نه وي چي موږ لباس بدل کړو ځکه چي لومړنۍ لوبي بيا نشي کېدلای. هغه هېوادونه به بيا لوبي تر سره نکړي چي د دویم پړاو لپاره يې پيسې او وخت ولګاوه، په ځانګړي ډول، په دې اوونۍ کې چې لوبډلې آخري پړاو ته ووځي)).

مېرمن شجاعي وويل چي د اولمپکس لپاره د اتلوليوتر پیلېدو وړاندې د ايران د فټبال چارواکو ته د هيڅ دې ډول قانون په اړه نه ول ويل شوي. نوموړې زياته کړه: (( تېر کال چې کله فيفا د لباس د بدلون په اړه ويلي ول نو ايران هم په خپل لباس کي بدلون راوست.))

اردن: د ایران د فټبال ښځینه لوبډله. دا لوبډله د اسلامي لباس له کبله له لوبېدو راوګرځول شوه. د ۲۰۱۱ز کال د جون درېیمه.

هغې ادعا وکړه چي د ايران د لوبډلي نوی لباس د فټبال فيډريشن مشر سېپ بلاټر منظور کړی و، او په يو شمېر لوبو کي استعمال شو.

دې وویل: ((موږ فيفا ته برېښلیک واستاوه، او وضاحت مو ترې وغوښت. دوی يواځې هغه حقيقت ته اشاره وکړه د کوم اعلان چي يې مخ کي کړی و، خو موږ د دې لوبو لپاره بيا هيڅ لیک تر لاسه نکړ. کېدای شي دوی د تېر کال حواله ورکوي چي تر هغه وروسته، موږ غوښتل شوي ضروريات پوره کړل او لوبه مو وکړه. موږ د بل پړاو له لوبو نه وو راګرځول شوي، ځکه چي دوی هيڅ ناسم حرکت نه وو لیدلی. د دې دا مطلب و، چي په اولمپکس کي زموږ د برخه اخستلو په لار کي هيڅ خنډ نه و)).

بل پلو، د فټبال نړيوال فيډريشن ټينګار کوي چي د ايرن او اردن د فټبال چارواکي په دې پرېکړه خبر ول چي پر حجاب او داسې پړوني بنديز دی چي سر، غوږونه او غاړه نه پکي ښکارېږي.

دا د فيفا لخوا د ښځو د لباس د قانون په اړه لومړی اختلاف نه دی بلکي مخکې هم دا ډول اختلافات را منځ ته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG