د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر دیر کې د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر ۲۸ شو: پولیس


د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د وسله والو په برید، او بیا په نښته کې د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.
پولیسو ویلي چې په نښته کې ۴۵ اورپکي هم وژل شوي دي. د پولیسو په خبره د چارشنبې په شپه شا و خوا ۲۰۰ وسله والو د بر دیر په یوه لرې پرته سیمه کې د شل تالو په نوم پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، او د دې واک یې تر لاسه کړ. پولیس زیاتوي تېره ورځ یې بیرته خپله پوسته ونیوله. دوه کاله مخکې پاکستانیو ځواکونو په ملاکنډ کې د اورپکو پر ضد عملیات کړي ول او د پاکستانیو چارواکو له وینا سره سم، د دې په پایله کې په سلګونو اورپکي افغانستان ته تښتېدلي ول

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG