د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اذربایجان کې زیاتېدونکي کم عمره ودونه


رپوټ ګلنار نوروزوا
ژباړه:حسیبه شهید

د اذربایجان شمالي ښار ګنجا کې تیره اوونې پولیسو د یوی ۱۳ کلنې انجلۍ واده په وروستې شیبه کي چي ټولي تیاریانی یی نیول شوی وې دراوه.

د اذربایجان د قانون له مخی یوه انجلی په ۱۷ کلنۍ کی د واده کولو اجازه لري . انتقاد کونکي وایی د کم عمره انجونو ودول د جنسي کاروبار لپاره قاچاق ته هم لار برابري او نوری ستونزی هم زیږوي.


د اذربایجان په شمالي ښار ګنجا کې د ایتان نومې وړې انجلې د واده تیاریانې بشپړې شوې وې نکریزو شپه یی تیره وه کور کې یی همځولې او میلمانه راغونډ شوي وو او په لاسونو یی نکریزې وې چې پولیسو له ودولو منع کړه.

دا یوه ۱۳ کلنه انجلۍ وه چې دیرش کلن سړي ته په نکاح کیدله . په ګنجه کې د پولیسو مرستیال مشر ایلګربالاکیشیوف په دې اړه وویل چې د واده په سبا باندې دا وړه ناوې او شا ترکي ته روان وو.

د ا‌ذربایجان قانون له مخې یوه انجلې په اولس کلنې کې د واده کولو اجازه لري او یوه سروې ښي چې په نسبي توګه انجونې تر۲۸ کلنۍ پورې د دواده کولو انتظار کوي.

خو په دې هیواد کې د قانون پلي کونکې ادارې چارواکي اود بشري حقونو فعالان وايی چی په اذربایجان کی د کم عمره انجونو د ودېدو شمیره مخ په زیاتیدو ده چی ان ۱۲ کلنې انجونې هم واده کولو ته اړیستل کیږي.

انتقاد کونکي وایی ددې یوه وجه په اذربایجان کې د غربت زیاتوالی دی .

د ایتان چې دا یې اصلي نوم نه دی ،د هغې مور وايي دا یې ځکه د ګاونډي کلي ۳۰ کلن سړي ته په نکاح کوله چې شتمن وو او د لور د خوندي راتلونکي ژمنه یې ورسره کړې وه. دا وایی په خپله یی هم په ۱۳ کلنۍ کې واده کړې وو.

نه خپله ایتان او نه یی مور دغه زوم لیدلې وو د ایتان مور په ټیلفون باندې دخپلې لور هوکې کړې وو.

د ایتان مور په خپلو ګاونډیانو او تربورانو تور لګوي چې پولیسو ته یی د نه لوریدنې له وجې حال ورکړی دی .

په اذربایجان کې د ښځو په برخه کې د یوې نادولتي ادارې چارواکې زینالووا وايی د کم عمره انجونو ودونه ناسمې پایلي لري او خاوندان یی له دغو انجونو نه بیا ځیني وخت ناوړه ګټه هم پورته کوي او دوې له خطر سره مخ کیږي.

د تیلو په دغه شتمن هیواد کې د لوږې او بې روزګارې د زیاتیدو سره د جنسي کاروبار لپاره د ښځو د قاچاقولو پیښې هم زیاتې شوي.

په ۲۰۱۰ م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په یوه رپوټ کې راغلي وو چي اذربایجان د جنسي ګټو لپاره د ښځو د قاچاق په یوه مهم ځاې بدل شوې او ددی هیواد ګڼ شمیر ماشومانې اومیرمنې په عرب اماراتو ترکیه ،روسیه او ایران کې د جنسي مریۍ په توګه پلورل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG