د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د اسامه بن لادن د مرسته کوونکو پته ولګوي.اوباما


د امريکا ولسمشر بارک اوباما له یوه امریکايي ټيلیویژن سي بي اېس سره په ۶۰ منټس نومي پروګرام کې په خپله مرکه کې ویلي چې پاکستان دې د هغه شبکې لټون وکړي چې اسامه بن لادن ته یې د پناګاه په برابرولو کې مرسته کړې.

دا مرکه د مۍ پر څلرمه نېټه ریکارډ شوې وه او پرون د مې پر اتمه نېټه خپره شوه.

په دې مرکه کې ولسمشر بارک اوباما ویلي چې پاکستان باید دا مالومه کړي چې کوم سرکاري چارواکي ته یې د اسامه بن لادن په اړه علم وو یا نه وو.
دی زیاتوي چې ،«موږ فکر کوو چې د اسامه بن لادن لپاره د پاکستان دننه د ملاتړ یو قسم شبکه وه. موږ نه پوهېږو چې ایا د حکومت دننه ځېنې خلک ول یا له حکومته دباندې او دا هغه شی دی چې له پلټنو به ښکاره شي، او لا مهمه دا ده چې د پاکستان حکومت باید پلټنې وکړي.»



د اسامه بن لادن د وژلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر بارک اوباما وویل چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکا د القاعدې پر وړاندې جګړه کې ډېره زیات وینه او پيسه ولګوله نو دا یوه ښه موقع وه چې هغه وموندل شو او ووژل شو.

نوموړي وویل د اسامه بن لادن په وژنه امریکايي ولس د هوسايي ساه واخیسته.،” له هغې ورځې چې زه ولسمشر ټاکل شوی یم نو تېره اونۍ بې له شکه نه یوازې زما د ولسمشرۍ لپاره بلکه زما په اند د امریکا لپاره د زیات ډاډ او اطمنیان وړ ده.دې کې هیڅ شک نشته چې اسامه بن لادن د ترهګرۍ یو سمبول وو بلکه ډله ییز وژونکی وو.هغه د ډېرو کورنیو میندې بورې کړې وې او له هغه سره چې کوم انصاف وشو دې هغوی ته هیله ورکړه.٬٬

بلخوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټام ډونلین هم له یوه امریکايي ټيليویژن سره په خپله مرکه کې ویلي چې پاکستان باید ددې خبرې سپیناوی وکړي چې اسامه بن لادن څنګه شپږ کاله له اسلام اباد په لږ واټن کې د ایبټ آباد له یوې پوځي اکاډمۍ سره جوخت ژوند کاوه.

خو پاکستان په بیا بیا دا خبره ردوي چې ګواکې دوی ته د اسامه بن لادن د استوګنې پته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG