د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعدې د اسامه بن لادن د وژنې پخلی وکړ


 مصر په قاهره کې د اسامه بن لادن د وژنې پر ضد لاریون
مصر په قاهره کې د اسامه بن لادن د وژنې پر ضد لاریون


د امریکا یوه څارونکې ډلې د سايټ استخباراتي رپوټ وايي چې القاعدې د خپل مشر اسامه بن لادن وژنه تایید کړېده او دا خبر یې پرخپله ویب پاڼه لګولی دی.

په دغه رپوټ کې دا خبره هم راغلې چې القاعده به د خپل مشر غچ اخلي.او وايي چې د اسامه بن لادن یو پیته شوی غږ پیغام به هم ډېر ژر خپور کړي چې تر وژلو څو اونۍ مخکې یې ریکارډ کړی وو.

دا بیان پر داسې مهال راغلی چې د دوشنبې ورځ امریکايي ځواکونو د پاکستان په ایبټ آباد کې د خپلو پټو عملیاتو په ترڅ کې اسامه بن لادن ووژلی.

بلخوا نن په ایبټ آباد ،کوټه او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په سلګونه خلکو د اسامه بن لادن د وژنې خلاف مظاهره کړې.

هلته د مصر په قاهره کې هم یوه وړه مظاهره شوېده.




د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG