د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلمي ستورې الیزبېت ټېلر مړه شوه


ښکلې الیزبېت ټېلر به تل په فلمي نړۍ کې سترګې غړوي
ښکلې الیزبېت ټېلر به تل په فلمي نړۍ کې سترګې غړوي


د هالي ووډ وتلې او ښکلې فلمي ستورې او دوه ځلي د اسکر اېوارډ ګټونکې الیزبېت ټېلر د ۷۹ کلونو په عمر نن د شورو ورځ مړه شوه.

رپوټونه وايي چې الیزبېت ټېلر د لاس اېنجلیز په یوه روغتون کې ساه ورکړه چې د زړه ناروغي یې درلوده.

فلمي ژوند

الیزبېت ټېلر په لس کلنۍ کې فلمونو ته مخه کړه او په ۱۹۴۲م کال په لېزي کم هوم نومي فلم کې یې مخکښ رول وو.خو دوه کاله وروسته د نېشنل وېوېټ نومي فلم له وجې چې پکې یوه پلستکې انجلۍ له خپل آس سره مینه لري.

تر ۳۰ کلنۍ پورې د هغې فلمي هنر نه وو منل شوی چې کله هغې دوه اکاډیمي جایزې واخیستلې لومړی هغه یې په ۱۹۶۰ م کال (په بټرفلای ۸ ) نومي فلم کې چې د یوې فحشې رول یې پکې کړی وو واخیستله.او بله هغه یې په ۱۹۶۷م کال د یوې شرابي مېرمنې په رول په (هو افرېډ آف ویرجینا وولف) نومي فلم کې ورکړه.


الیزبېت ټېلر په ۵۵ فلمونو کې کارکړی.دا نه یوازې د فلمونو له وجې مشهوره وه بلکه د ودونو له وجې به هم تل په خبري رسنیو کې د هغې نوم اخیستل کېدی.

هغې په خپل ژوند کې اته ودونه کړي چې اکثریت یې ناکامه شوي دي.

په ۱۹۹۴ م کال هغې فلمي نړۍ ته مخه ښه وویله.

زوکړه


دا په ۱۹۳۲ م کال د فبرورۍ پر ۲۷ مه نېټه په لندن کې زیږېدلې.ټېلر به ویل چې کله یې هم اداکاري ته زړه نه وو خو مور به هڅوله او کروړپتي یې ترې جوړه کړه.

مینې او ودونه

ددې رومانوي ژوند په ۱۷ کلنۍ له یوه مشهور امریکايي فټبالر ګلېن ډېویس سره پېل شو.او دویمې اړیکې یې د یوه امریکايي سفیر له زوی ولیم پاولې سره راغلې.دهغې لومړی مېړه کونراډ هیلټن وو او بیا دویم هغه یې برتانوی اداکار مایکل ویلډینګ وو.او داسې په خپل ژوند کې اته ځلي ود شوېده.

هغې د ژوند ورستیو کې ډېر ناجوړۍ تېرې کړي وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG