د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تصوف او شريعت تر منځ تړون


په کوسوو کې صوفیان د تصوف په حال کې
په کوسوو کې صوفیان د تصوف په حال کې


تصوف يا طريقت د انسان د زړه يا د هغه روحاني نظام نوم دی چي له لاري يې بنده د حقيقت لټون او د خپل نفس تزکيه کوي. بلي خوا ته بيا شريعت د ظاهري اعمالو درس ورکوي چی دا ډول خلګ د اسلام د ديني فرايضو اداينه وکړي او خپل عبادات تر سره کړي.

د تصوف له پيل څخه را په دې خوا د وخت په تيريدو سره د شريعت خاوندانو د تصوف په اړه پر ځينو مسايلو ګوت نيوني وکړې. خو د تصوف عالمان په دې نظر دي چي د تصوف بنيادونه هم د قرآن او حديث پر اساساتو ولاړ دي او تصوف يا طريقت له شريعت سره هيڅ اختلاف يا ټکر نه لري بلکې دا د اسلام يو باطني اړخ دی.

په دې پروګرام کي همدې موضوع ته کتنه شوې ده چي د تصوف او شريعت تر منځ څه تړاو ليدل کيږي؟ دا پروګرام ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړ کړی دی
XS
SM
MD
LG