دپاکستان یو عدالت د قتل په تور د نیول شوي امریکايي وګړي ریمنډ ډیویس ګرم ګرځولی دی.
ریمنډ ډیویس د جنورۍ په ۲۷ مه نیټه په لاهور کې دده په وینا د ځان په دفاع کې ډزې کړې وې چې دوه کسان یې په ترڅ کې وژل شوي وو.
امریکا وايي ریمنډ ډیویس ددوی سفارت کار دی او د ویانا د کنوینشن له مخې باید ورته برات ورکړل شي.