د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند ماجه ولسوالۍ عادي ژوند ته ګرځېدلې


د مارجې مشران
د مارجې مشران

نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست

نږدې يوكال وړاندې د افغان او بهرنيو زرګونو سرتيرو له لوري د هلمند په مارجه ولسوالۍ كې د مشترك په نوم پوځي عمليات تر سره شول او په ترڅ كې يې دغه ولسوالي د دولت له وسلوالو مخاليفينو د افغان او ناټو ځواكونو په كنټرول كې راغله.

د سيمې خلك وايي، چې اوس مهال د مارجې ولسوالۍ په ټولو هغو سيمو كې، چې قومي اربكې شته امنيت هم ښه شوى او دامنيت په ښه كيدو د دغه ولسوالۍ دوكانونه اوس بيرته فعال او بازار يې ګرم دى.
مارجه د هلمند ولايت هغه ولسوالي ده، چې ډيره پراخه سيمه لري او په دغه ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو د عملياتو پرمهال زرګونه كورنۍ د سيمې پريښودو ته اړ وېستل شوې. خو اوس مهال په مارجه ولسوالۍ كې د اربكيو په جوړيدو سره د دې سيمې حالات ښه شويدي.

په دغه ولسوالۍ كې لمړى كس چې د وسله والو مخاليفينو د شړلو په موخه يې وسله را واخيسته بازګل وو.

وروسته له هغه چې له خپل كلې يې وسله وال مخاليفين وويستل نو قوماندن بازګل شو او له ځان سره يې ګڼ نور كسان هم پيدا كړل.
دى وايي په مارجه كي له روان ناورين څخه پوزي ته راغى نو ځكه اړشو، چې د وسلوالو مخاليفينو پر ضد وسله واخلي او د قومي اربكيو په نوم د دولت په څنګ كې ودريږي.

د سيمې خلك وايي، چې اوس مهال د مارجې ولسوالۍ په ټولو هغو سيمو كې، چې قومي اربكې شته امنيت هم ښه شوى. دوي په خپل كلي كې وسله په غاړه په شخصي كاليو كې ګرځي او هيڅ وسله وال كس نه پريږدي چې د دوى سيمې ته له وسلې سره ورشي اوله دغه اربكيو يا محلي پوليسو له جوړيدو نه هم موخه په مارجه كي د محلي وسلوالو په ګوته كول دي، چې د سيمې د خلكو په خبره له كورونو او كوڅو به يې پر افغان او بهرنيو ځواكونو بريدونه كول.

په مارجه ولسوالۍ كې دامنيت په ښه كيدو د دغه ولسوالۍ دوكانونه اوس بيرته فعال او بازار يې ګرم دى.

د سيمې خلك په خپلو كارونو لګيا دي او وايي چې سيمه ته يې امنيت راغلى دى
كه څه هم چارواكي وايي، چې په مارجه كې د ښوونې اوروزنې يا تعليم حالت هم تر پخوا ښه شوى او نهه بابه پرانيستي ښوونځي لري. خو هلته خلك بيا دښووني اوروزني د ناسم كيفيت له امله شكايت كوي او وايي، چې كله ښوونكي نه وي او كله هم د كتابونو ستونزه وي.

دمارجي يوشمير اوسيدونكي په دغه ولسوالۍ كې دمركزي ليسي د ودانۍ د كار د بنديدو له امله هم خواشيني دي، دوي وايي څومياشتي وړاندي چې په مارجه كي حالات خراب وو د ښوونځي د ودانۍ كار پيل شوو خو اوس چي امنيت ښه شوى د ښوونځي جوړلو كار په نيمايي كې پاتې دي .

د مارجي قومي اربكي وايي په سيمه كي يې اوس په سلګونو هلكان او نجونې زده كړه كوي، كه څه هم د دوى ځينې د ښوونځي ودانۍ نه لري او تر شنه اسمان لاندې زده كړې ترسره كړي.

د دغه ولسوالۍ د دوتاڼيو په كلي كې ډېري كسان له دولت نه غوښتنه كوي چې د دوى ماشومانو ته دې د دوي په ځمكه ښوونځي جوړ او درسي اسانتياوې برابرې كړي.

هلمند په افغانستان كې د كوكنارو د كښت تر ټولو لوى ولايت بلل كيږي خو، د مارجي امنيه قوماندان غلام ولي شاكر وايي، چې د پوليسو په مشرۍ د مارجي په ټولو سيموكې د كوكنارو پر ضد كمپاين هم روان دى چي تر دي دمه يي نږدي زر جريبه د كوكناروكروندې له منځه وړي او دا لړۍ دوام لري.

په مارجي كي خلك او چارواكي هلته دراغلي امنيت د راتګ يو لامل د بيارغوني پيل شوي كارونه هم بولي.

مارجي ته پرغزيدلي لار كار روان دي او نږدي څلور كيلومتره لار يي په پاخه او اساسي ډول جوړه شوي ده

خو خلك ډير دا غوښتنه كوي چي د ښووني اوروزني يا تعليم برخي ته زياته توجه وشي ،او په ولسوالۍ كي يي د بيارغوني نور كارونه هم پيل شي.
XS
SM
MD
LG