د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو غونډه د افغانستان پر امنیتي حالاتو غږېږي


د ناټو د دفاع وزیران په برسلز کې غونډه لري
د ناټو د دفاع وزیران په برسلز کې غونډه لري
بشیر ګواښ مشال رېډیو برسلز

د بیليجيم په سرښار برسلز کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان امنيتي حالت ، د ۲۰۱۴ کال تر آخره پورې افغانانو ته د امنيتي چارو سپارل او د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څرګندونې کړي .

د ناټو مشر ايندری فوغ راسموسن وايي، مخکې تر دې چې ناټو په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان امنيت په پوره توګه افغان ځواکونو ته وسپاري بايد دا يقيني کړي چې افغان ځواکونه د دې کار وړتيا لري.

هغه په برسلز کې د ناټو د دفاع وزيرانو له غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دا بهير به له ننګونو او چيلنجونو ډک وي خو په دې وروستيوو کې چې افغان ځواکونو کوم پرمختګ ښودلی له هغې داسې معلوميږي چې هغوی به دا کار ښه ترسره کړای شي.

راسموسن دا هم وويل چې د دې مانا دا نه ده چې ناټو به په مکمله توګه افغانستان پريږدي. هغه وويل ،”هو! موږ به هلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره موجود يو. خو زموږ رول به د جګړې کولو پر ځای د پوځيانوپه روزنه بدل شي”

د ناټو مشر زياته کړه چې خوشبينه دی افغان ځواکونه به تر هغه وخته پورې پوره پرمختګ وښيي او د ټولو ولايتونو د امنيت ساتلو دنده به په غاړه واخلي.

بل خوا د ناروی د دفاع وزيرې ګريټي فريمو مشال ريډيو ته وويل ،چې په افغانستان کې د امنيت د ساتلو لپاره بايد نه يوازې پوځيان وروزل شي او وړتياوې يې زياتې کړل شي بلکې حکومتي او ملکي ادارې دې هم قوي کړل شي.

د ناټو په وينا افغانستان دا وخت خوا او شا يو لک او څلور ديرش زره پوځيان لري چې د دې کال د اکتوبر د مياشتې پورې به يې شمير ۱۷۱ زره ته ورسيږي.

ايندری فوغ راسموسن په افغانستان کې د دوی له خوا د ملکي وګړو د وژنې په اړه چې افغان ولسمشر حامد کرزي پرې په دې وروستيوو کې سخت غبرګون وښوده ، خفګان وښود خوویې ويل چې په افغانستان کې ډير ملکي وګړي د وسله والو مخالفينو له خوا وژل کيږي. راسموسن زياته کړه چې د ملګرو ملتونو د رپورټونو مطابق په سلو کې د ۷۵ کسانو وژونکي د حکومت مخالف وسله وال دي.

ناټو افغانانو ته د امنيت د سپارلو په اړه ويلي چې دوی ته به امنيت ولايت په ولايت د امنيت چارې وسپاري. په دې لړ کې نن د ورځې په اوږدو کې د افغان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ به په افغانستان کې ميشته د آیساف يا سوله ساتو ځواکونو د هيوادونو د چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې د هيواد کوم کوم ولايتونه داسې دي چې امنيت يې په لومړي قدم کې افغان ځواکونو ته سپارل کيدای شي.

د ناټو د دفاع وزيرانو پرون ددې غونډې په لومړۍ ورځ د ليبيا حالاتو ته

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG