د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د روغې خبرې کوو.ولسمشر کرزی


افغان ولسمشر کرزی او د برتانییا وزیراعظم ډېویډ کېمرون
افغان ولسمشر کرزی او د برتانییا وزیراعظم ډېویډ کېمرون


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لندن کې ویلي، افغان حکومت او ملګري غربي هیوادونه یې هڅه کوي ، چې د طالبانو سره د روغې خبری مخ ته یوسي ، چې دا شان افغان جنګ ختم شي.


ښاغلي کرزي دا خبرې د برتانیا خبري ادارې چینل ۴ سره په یوه مرکه کې کولې . هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل ، د امریکا او برتانیا حکومتونو هم د طالبانو سره د روغې خبري پیل کړي ، خو ضروري نه ده ، دوي هم له هغه ډلو سره خبري وکړي ، له کومو سره چې افغان دولت خبرې کوي.


بلخوا د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلي ، امریکایي انتظامیې د افغان ولسمشر حامد کرزي شکایتونو ته ښه ځواب نه دی ورکړی.


ښاغلي ګیټس وویل ، حامد کرزي په بیا بیا په افغانستان کې د نجې سیکیورټي کمپنیو او د ولسي خلکو په وژلو د دوي سره خبري کړي، او دا یی هم ویلي وو، چې دغه کمپنۍ د خپلي دایري نه بهر کار کوې.


دا خبري په داسې وخت کې مخې ته راغلي ، چې د امریکا په کانګرس کې د ډیموکریټس او ریپبلیکنز ګوندونو مشران د افغانستان لپاره د امریکایی بجټ په کمولو بحث کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG