د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م د بشري حقونو شورا کې د لیبیا غړیتوب وځنډېدی


د فبرورۍ پر ۲۵ نېټه د سويتزرلېنډ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل د لیبیا په اړه فیصله وکړه چې غړیتوب دې وځڼدول شي
د فبرورۍ پر ۲۵ نېټه د سويتزرلېنډ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل د لیبیا په اړه فیصله وکړه چې غړیتوب دې وځڼدول شي

د ملګرو ملتونو عمومي شورا د ملګرو ملتونو بشري حقوقو شورا کې د لیبیا غړیتوب په یوه خوله ځنډولې. دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې د معمر قذافي حکومت د خپلو مخالیفو مظاهرچیانو پر ضد له تشدده کار اخیستی. د لیبیا غړیتوب د ځنډولو غوښتنه تیره اونۍ په جنیوا کې د بشري حقوقو شورا کړې وه.


لخوا غربي نړۍ وایی ،په پام کې ده چې د لیبیا ولسمشر معمر قذافي د واک نه د لرې کولو لپاره له پوځي عملیاتو کار واخلي، چې ددغه هیواد ولس د قذافی حکومت له پوځیانو خوندي وساتي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن ویلي،” په راتلونکو کلونو کې لیبیا یا خو یو پرامنه جمهوریت جوړیدې شی، یا پکې کورني جنګ لګېدلی شي او یا د ګډ وډي سره مخامخ کیدې شي. دا وخت ورته شرایط سخت دي.

ملګرو ملتونو د دې مسلې په ترڅ کې د کډوالو د بیړني حالاتو په اړه هم خبردارې ورکړې. د دې ادارې په خبره د فبرورۍ د ۲۰مې نېټې راهیسې تقریبا ۷۵۰۰۰ زره خلک تیونس ته تللې دي. د دې تر څنګ د قذافي ملاتړي پوځ هڅه کړې چې د زاویه په ښار کنټرول تر لاسه کړي خو په دې کې کامیاب نه شو.

د امریکه د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د دې پخلې کړې چې لیبیا ته یی یو څو سمندري جنګي جهازونه لیږلي دي. خو دا یې ویلي دي، چې تر اوسه یې له ناټو سره په پوځي عملیاتو کومه رضا نه ده ښو دلې . او دا چې د نورو عملیاتو په اړه یی کومه فیصله نه ده کړې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG