د لاسرسي ځای

تازه خبر

واړه ماشومان لویو کورنیو ته ګوله ډوډۍ موندي


یو پښتون ماشوم چې ټوله ورځ د کاغذانو په ټولو کورنۍ ته ګوله ډوډۍ موندي
یو پښتون ماشوم چې ټوله ورځ د کاغذانو په ټولو کورنۍ ته ګوله ډوډۍ موندي

شاه سقیم مشال رېډيو کوټه

د بلوچستان صوبې په نږدې ټولو سيمو کې هغه ماشومان چې کورنۍ يې ناداره او بې وسه دي دا مهال تر ځانونو درانه کارونه کوي چې د خوارۍ او مزدوري له لارې خپله کورنۍ وچلوي. د نيستمنو کورنيو ماشومان د صوبې په بېلابېلو سيمو کې په هوټلونو ، د موټرونو جوړولو او پرېمنځلو په دوکانونو او ځينو نورو ځايونو کې په مزدوري اخته دي .

په دې سربېره ځينې خو يې لا په ډېرانونو د پرتو کاغذونو د راټولو او خرڅولو له لارې هم يوه اندازه پيسې لاسته راوړي چې وروسته پرې خپله کورنۍ چلوي. خو د صوبې د مرکزي ښار کوټې په ګډون بيا په ځينو ښارونو کې واړه ماشومان پرته له دې چې مزدوري وکړي خير ټولولو ته مخه کوي ، امينه يوه داسې نجلۍ ده چې تر اوسه پورې لا هم د نوټونو او کاغذونو تر مېنځ توپير نه شي کولاى خو د خير ټولولو په موخه له سهاره تر ماښامه د سړک پر غاړه ناسته وي
یوه پښتنه ماشومه په خپلو تنکیو لاسونو دخښتو لپاره د خټو ګولې جوړوي

نهه کلن نصيب الله وايي، چې د ښوونځي د رخصتيو په شپو کې يې له دې امله چې د قلم، کتاب او کتابچې پيسې ورسره نه وې په يو هوټل کې مزدوري پيل کړې ده چې د را روان د کال د پاره په ګټلو پيسو بيا ځانته کتابونه واخلي . دی وايي ،(( په هوټل کې مي له مجبوري کار شروع کړى دى. نه مي د کتاب پيسې درلودې او هم د کتابچې له حکومت څخه مي هم غوښتنه همدغه ده چې له ماشومانو سره دي مرسته وکړي . دلته له موږ سره ډير نور هم داسې واړه ماشومان په مزدوري اخته دي چې د کتابونو پيسې يې نه درلودې او له هم دې امله يې په مزدوري پيل کړى دى ))

د نا داره کورنيو مزدور ماشومان نه يوازې دا چې په کم عمر مزدوري کوي او ښوونځيو ته تګ يې پرې ايښى دى د کارونو کولو پر مهال د ځينو خلکو له خوا رټل کېږي هم چې د ځينو پوهانو په خبره دغه کار د ماشومانو په روحيه ناوړه اغېزه کوي .



اته کلن ابراهيم هم په يو هوټل کې مزدوري کوي وايي چې برناحقه وهل کېږي او خلک يې رټي دى وايي ،(( په هوټل کې ماته دوه زره کالدارې د مياشتې راکوي. موږ ډېر غريبان يو په کور کې يوه مور يوه خور او يو ورور لرم. ورور مي په يو دفتر کې مزدوري کوي او زه دلته په هوټل کې اخته يم . خلک مي هم رټي کله چې چاته چاى وروړم نو په دې هم راته ښکنځلي کوي چې ولې چاينکه خيرنه ده ولې دي پيالې پاکې نه دي پرېمنځلې . چاى مي استاد ښه نه وي پخې کړې خو ښکنځل يې خلک ماته کوي ))

خو ځيني ماشومانو بيا په نيستۍ او نادارې سربېره د پښتنو په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله هم کورونه پرې ايښي او دا مهال په نورو سيمو کې مزدوري کوي د محب الله په نامه يو تن وايي، چې کور يې په وزيرستان کې دى خو هلته د روانو جګړو او نا امنيو له امله مور بلوچستان ته رالېږلى دی او دلته يې په مزدوري کولو لاس پورې کړى دى .(( کور مي د وزيرستان په زيږه غونډۍ سيمه کې دى . هلته جنګونو وو دا درې مياشتې کېږې چې دلته راغلى يم او په يو هوټل کې مزدوري کوم . د مياشتې دوه زره کالدارې راکوي او هغه هم خپل کور ته لېږم))
پښتانه ماشومان د موټرانو کارخانه کې کارکوي


خو بله خوا بيا په صوبه کې د بشري حقوقو د ادارو کارکوونکي وايي چې تر خپله وسه يې هڅه کړې ده چې د ماشومانو په وړاندې پرتې ستونزي له مېنځه يوسي خو ددوى په خبره ټولو ماشومانو ته د زدکړو برابر ول او له هغوى سره مرستې کول به زيات وخت واخلي.
XS
SM
MD
LG