د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پر ګېس نللیکو بریدونو لوی مالي تاوان رسولی


بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې په بیا بیا پر ګېس نل لیکو بریدونه کوي
بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې په بیا بیا پر ګېس نل لیکو بریدونه کوي
خدای نور ناصر مشال رېډیو

له تېرو څوکلونو راهیسي په پاکستان او په تېره په بلوچستان کي دناامنۍ په پېښوکي دګیسوپايپ لائينونه په نخښه کېږي. چي که يې يوې خواته دګیسوڅانګي ته په اربونو روپوزیان اړولی نوبلي خواته يې خلک هم له سخت اقتصادي ستونزوسره مخ کړي دي.

په بلوچستان کي ددې ورستیوناامنیو له کبله که يوپلو حکومتي ودانۍ، دبجلۍ ستني،پر حکومتي پوستواوپرامنیتي ځواکونوبریدونه کېږي، نوبل پلوددې صوبې په بلوڅ مېشتوسیموکي اکثره وخت دګیسوپائپ لاينونه هم په چاودېدونکوتوکوسره الوزول کېږي.

سوي ساودرن ګېس کمپنۍ ویاندظهیرصدیقي وايی د نللیکو په الوزولو سره تردې دمه څه باندې رپنځوست سوه لکه روپی زیان اوښتی دی.

دی وايي ، دبلوچستان امنیتي حالات ښه نه دي، اوپه دې برسېره چي موږ پرې دتحفظ لپاره له حکومتي امنیتي کسانوسره سره خپل شخصي ګارډ هم درولی، خوددې باوجود په دې باندي په بیلا بیل ,سیموکي بریدونه کېږي.خوبیاهم نه يواځي موږ بلکې رینجرز اوپه ځينوځايونوکي پوځ هم ددې دتحفظ لپاره کارکوو.

په دې سربیره په هغه وخت کي چي دګیسوپايپ لاين په چاودېدونکو توکوسره والوزول شي، نو نه يواځي دبلوڅ مېشتوسیموبلکې دپښتون مېشتوسیمو اوسېدونکي هم دګیسو له نشتوالي سره مخ شي.

دکوټي يوه اوسېدونکي رحمت الله راته وویل، په تېرو ورځوکي چي دګیسوپايپ لاینونه مات شوي و، دکور لپاره يې يواځي په څو ورځوکي ددومره روپولرګي يووړل، چي دنیم کال دګیسو بل ترې جوړېدی .

. دکچلاغ سیمي يوه اوسېدونکي ډاکټرلعل محمدکاکړ وايي ، چي کله هم دګیسوپه پايپ لاین بریدوشي، اوګیس بندشي، نودلرګيواوبجلۍ د هیټرانو پلورنکي هم ددې په بیوکي زیاتوالی وکړي.

په دې صوبه کي د ګیس نل لیکو د ساتنې په اړه دصوبې دکورنیوچارو سیکرېټري اکبر حسین دراني څو ورځې وړاندې د ګیس نللیکو د لاخوندي کولو لپاره غونډه کړې.

دبلوچستان صوبې ګیس دپاکستان ۱۶۲ نورو ښارونواو کلیوته تللی، خو پخپله ددې صوبې ډېری سیمي له دې څخه بې برخي دي. اوله همدې ګیس څخه بیاهم په يادشوي هیوادکي يولک او اتلس زره وړې اولویي کارخانې چلېږي.
د ګیس پايپ لاینودچاودېدوپړه بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې پرغاړه اخلیودوی غوښتنه لري چې د صوبې پر ټولو قدرتي وسایلو دې ددې صوبې د خلکو واک او اختیار وي.
XS
SM
MD
LG