د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حالات تر قبایلي سیمو هم خطرناک دي


د بلوچستان په ډېره مرادجمالي کې د ګېس نل لیکه په باردو الوزول شوې
د بلوچستان په ډېره مرادجمالي کې د ګېس نل لیکه په باردو الوزول شوې
ليکنه: مدیحه ستار
ژباړه: منورشا مشال رېډیو


د بلوچستان په اړه دفارن پالیسي اونیزه ګڼې په یوه مقاله کې راغلي دي دغه صوبه د ټول پاکستان لپاره د ګیس وسیله ده خو اوسیدونکي یې د بجلۍ ترڅنګ د ګیس له کمي سره مخامخ دي، چې لويه وجه یې دغلته روانه ناآرامي ده-

فارن پالیسي ګڼه کې لیکواله مدیحه ستار ليکي که څه هم دغه صوبه کې د ګیس تر ټولو لويې ذخیرې شته خوځايي ولس ترې ګټه نشي تر لاسه کولې ځکه چې په واروار دګیس لوی نلونه( پایپونه) په بارودو الوزول کیږي او داراز زیاتره په دې ساړه ژمي کې هم خلک د ګیس د آسانتیاؤ نه بې برخې دي.

په دې ورستیو کې د بجلۍ غټې ستنې او لاینونه هم په نښه کیږي چې له امله یې د ګیس تر څنګه خلک د بجلۍ له نشتوالي سره مخامخ دي- ددې پیښو چې په تیرو څو هفتو کې ډیرې زیاتې شوې دي ذمه واري یې زیاتره بلوچ بیلتون پاله ډلې په غاړه اخلي-
مدیحه ستارليکي ، د ګیس او بجلۍ په لاینونو بریدونه کول دبلوچ ملت پاله ډلو پخوانۍ سټریټیجي ده چې له مخه یې دوی د پاکستان ریاستي ډهانچه کمزورې کول غواړي- هسې خو په بلوچستان کې ناآرامی ددې هیواد د جوړیدو له اولنۍ ورځې نه شتون لري خو کله زیاته او کله کمه شي-

مدیحه ستارپه خپله مقاله کې ليکي ، دا اوسنۍ ناآرامي د ودوه زره دریم کال د مشرف په واکمنۍ کې زیاته شوه چې د بلوڅ وسلوالو ډلو پر ضد دهغه په واکمني کې سخت ګامونه پورته کړل شو خو د لږې آرامۍ نه پس حالات بیا خراب شو-او د پاکستان د امن مطالعاتي مرکز د وینا له مخې په دوه زره لسم کال کې ددوه زره نهم کال په نسبت په بلوچستان کې دتشدد پیښې درې څلویښت فیصده زیاتې وې چې پکې په امنیتي ځواکونو او ریاستي ډانچو ترڅنګ د صوبې پر ګورنرهم برید شوې-

مدیحه ستار په خپله مقاله کې وړاندې لیکي دبلوچستان په پیښو کې نه یوازې
بلوچ ملت پاله ډلې چې له پاکستانه بېلېدل غواړي ککړې دي بلکه دلته دفرقه ایزو او نسلي ډلوتر څنګ مجرمان هم د پیسو لپاره دخلکود تښتولو کاروایانې کوي-


تعلیمي ادارې او استازان بیلتون پاله ډلې د حکومت سره د تړاؤ له امله او تند روي مذهبي ډلې یې د روښان فکره تعلیم خورولو له وجې په نښه کوي-
مدیحه ستار وايي که یوې خواته بلوچستان صوبه کې هدفي وژنې کیږي نو بلې خوا ته د خلکو لا درکه کیدل هم ددې صوبې لویه ستونزه ده- بیا د ځنې خلکو مړي موندل کیږي چې داولسي خلکو په وینا په دې کار کې د پاکستان استخباراتی ادارې لاس لري-

مدیحه ستار په آخر کې وايي د پاکستان حکومتي ګوند پیپلزپارټۍ د واکمنۍ ترلاسه کولو پر مهال ویلي وو چې دبلوچستان ستونزې ته به خاص پاملرنه کوي، ددې صوبې د اوسیدونکو ټولو غوښتنو ته به مثبت جواب وايي او ددوی ټولې ګیلې به ختموي خو تر دې دمه حکومت په دغه لړ کې کومې لويي لاس ته راړنې نه دې کړې چې د مدیحه ستار په وینا دې صوبه کې د ټول هیواد نه څه چې دقباییلي سېمې نه هم د ژوند لپاره ډیره خطره لیدل کیږي-
XS
SM
MD
LG