د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځانمرګی برید:نهه تنه مړه او ۳۱ ژوبل


افغانستان:افغان پولیس په خوست کې د ځانمرګي بمي برید د پېښې د ځای پلټنه کوي.۲۰۱۱م کال ۱۸م فبروري
افغانستان:افغان پولیس په خوست کې د ځانمرګي بمي برید د پېښې د ځای پلټنه کوي.۲۰۱۱م کال ۱۸م فبروري
نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست

د افغانستان د خوست په ښار کې د افغان پوليس تلاشى پاټک باندې د موټر بم ځانمرګي بريد اته عام وګړي وژلي او څه باندې ۳۰ یې ژوبل کړي دي.

دا پېښه د جمعې په سهار د ښار لویدیځ ته د پروژې پله سره رامنځ ته شوې.

د خوست امنیې قومندان جنرال عبد الحكيم اسحاقزي له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل ، په پېښه کې یو افغان سرباز وژل شوی او دوه نور ژوبل دي او زیاتوي ،چې د دوو ښځو په ګډون نوره مرګ ژوبله ټوله ولسي افغان وګړو ته رسېدلې ده.
دی وايي، چې دا نظامي هدف نه بلکه پر افغان ولس برید دی.



بل خوا د خوست ملكي روغتون سرچينې هم وايې،چې له دې پېښې دوى ته اووه مړي او ۳۱ نور ټپيان،چې يو پوليس اونور د ماشومانو او ښځو په ګډون ولسي افغانان وروړل شوي دي. د ملکي روغتون یوه ډاکټر له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې په ټپیانو کې څلور سخت ژوبل دي.


د پيښې په ځاى كې عيني شاهدان وايي ،”له خپل ورور سره په خپل موټر کې راروان وو او موږ پسې یو مشکوک سرف موټر راروان وو،دی وايي بل ملګري مې غږ راته وکړ، چې مشکوک موټر درپسې دی لږ یوې خوا ته شی،او څنګه چې مې ځان بچ کولی نو سمدستي چاودنه وشوه.چاودنې ډېر لوی زیان ورسولی. هغه وخت د ملکی کسانو ډېر موتران را روان وو او ګڼه مرګ ژوبله واوښته.٬٬

دخوست د خانمرګي موټر بم برید د پېښې ځای چې ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

د پېښې یو بل عیني شاهید وايي، د چاودنې پر وخت په ملکي روغتون کې وم چې چاودنه شوه نو د روغتون ښیښې راباندې ماتې شوې او زموږ روغتون ټول له خاور ډک شو.دی وايي، چې دخدای لپاره د عامو مسلمانانو په مینځ کې د بمونو الوزول ودروی٬٬


د پېښې یو بل عیني شاهید وايي،” چې د ولسي افغانانو په مینځ کې دې د بمونو الوزول بند کړل شي او عام مسلمان افغان دې د پېښو قربانیان نه جوړوي.دی وايي دښمن دې د دښمن په مقابل کې وجنګېږي، د عام ولس په مېنځ کې دې خلکو ته زیانونه نه رسوي.،،


وسله والو طالبانو د دې پيښې پړه پر غاړه اخيستي او ګڼو پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
چارواكي د دوى دا ادعا ردوي، خو مني چې يو پوليس په پيښه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG