دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن دایران دحکومت خلاف په تهران او نورو ښارونو کې د مظاهره کونکو د هڅو ستاینه کړې ده.
میرمن کلنټن د ایران په حکومت غږ وکړو چې مظاهره کونکو ته دې په ازاد ډول د مظاهرو کولو اجازه ورکړي.
دامظاهرې د ګل په ورځ د زرګونو خلکو له خوا وشوې چې دایراني پولیسوله خوا یې د خورولو لپاره داوښکو بهونکو ګیسو نه کارواخیستی شو او د ډزو په ترڅ کې یو مظاهره کونکی ووژل شو او څو نور ژوبل هم شول .
مظاهره کونکو د ایران دحکومت د مخالفې ډلې په بلنه په مصر او تیونس کې د راغلو بدلونونو هرکلی کولو.
ایراني پولیسو ددغو لاریونونو د بندولو هڅه کوله. فارس خبري اژانس خبر ورکوي چې د ډزو پرمهال د مظاهرو یو نندارچي وژل شوی او څو نور ژوبل شوي هم دي .
رپورټونه وايي دتهران ترڅنګ په اصفهان ، شیراز او کرمان شا کې هم مظاهرې شوې دي.
دحکومت دمخالفه ډلې ، ویب پاڼې دعوه کړې چې پولیسو سلګونه مظاهره کونکي نیولي هم دي.