د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بارانونو له کبله په پېښور او خیبر اېجنسۍ کې مرګ ژوبله


د پاکستانیو رسنیو له رپورټ سره سم، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د یوه کور د چت د راپرېوتو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د یوه بل خبر تر مخې د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په بېلا بېلو سیمو کې د زیات باران له امله پينځه تنه وژل شوي دي. او نن سهار د لواړګي یا د لنډي کوتل په ښار کې نامالومو وسله والو د خاصه دار ځواک یو حوالدار په ډزو وژلی دی. پر دې کس هغه وخت ډزې شوي دي چې نوموړی په لواړګې کې په خپل کار کې بوخت کې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG