د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ویکي لیس بنسټ اېښودونکی بیا عدالت وړاندې شو ه


جولیان اسانج په لندن کې له عدالته د وتو په حال کې دی.۲۰۰۱۱م کال د فبروری اومه نېټه
جولیان اسانج په لندن کې له عدالته د وتو په حال کې دی.۲۰۰۱۱م کال د فبروری اومه نېټه

د ویکي لیس بنسټ اېښودونکی ( جولین ـ اسانج ) یوواربیا د لندن یو عدالت ته مخامخ شوی چې سویډن ته د سپارلو پر ضد خپله دفاع وکړي.
په سویډن کې هغه د دوو میرمنو سره د جنسي اړیکو په لرلو تورن دی، خو هغه دا تورونه ردوي.
د نوموړي مدافع وکیل جیوفري رابرټ سن عدالت ته وویل : که ښاغلی اسانج سویډن ته وسپارل شو نو هغه به دیوې څرګند ې نا انصافۍ سره مخامخ شي.
نوموړي عدالت ته داهم وویل ،چې که هغه امریکا ته وسپارل شو نو د ویکي لیکس د رازونو پر سر به ښايي هغه ته د مرګ سزا ورکړل شي.
جولین اسانج وروسته خبریالانو ته وویل : هغه باور لري چې پرې لګیدلي تورونه به درواغ ثابت شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG